قبايلی سيمو کي په آول ځل د پوليس نظام

sports mag
0
                        
د مطبوعاتو تر مخه تيره اوونئ د خيبر پښتون خوا صوبې د ګورنر ښاغلی شاه فرمان په مشرئ کښې د فاټا ټاسک فورس يوه غونډه شوې ده چې پکښې د قبايلی سيمو د انضمام په لړ کښې راپيښو ستونزو او خنډانو هواری په حواله خبرې شوې دی ، په غونډه کښې د صحت ، تعليم او عدالتونو نظام تر څنګ قبايلی سيمو ته د پوليس نظام غزؤلو په حواله د مهمو فيصلو جاج 
آغستلے شوے دے او د انضمام عمل باندې کار تيزؤلو حکم شوے دے ۔ 

په غونډه کښې د پښتون خوا  صوبې وزير اعلي محمود خان په شمول د وزير اعظم سلاکار شهزاد ارباب ، د مذهبی چارو 
وفاقی وزير نورالحق قادری ، چيف سيکرټری ، د پښتون خوا د پوليسو مشر او د کميټئ نورو غړو ګډون درلوده ۔ په دې موقع د ګورنر له خوا د پوليسو په محکمه غږ شوے دے چې زر تر زره دې په قبايلی سيمه کښې د پوليس نظام قا ئمولو لړ کښې ګامونه پورته کړی ۔
ددې نه وړاندې د خيبر پښتون خوا د پوليسو مشر له خوا قبايلی سيمو کښې د پوليس نظام غزؤلو او ياده سيمه کښې د آمن و آمان جاج اغستلو له پاره ټيمونه ټاکل شوی دی ، د صوبې د پوليس محکمې په يو خبر پاڼه کښې ويل شوی دی چې د دغه کار له پاره به د شپږو نه واخله تر آته کسيزه ټيمونه جوړؤلے شی کوم به چې د ټولې قبايلی سيمې دوره کوی چې دارنګ د پوليس نظام او پاليسيانو ترتيب لړ کښې د ځائی انتظاميي سره په ګډه کار اوکړی او دې لړ کښې سفارښتنې را وړاندې کړی ۔
د پښتون خوا پوليسو مشر صلاح الدين محسود له خوا ويل شوی دی چې د باجوړ له پاره د مالاکنډ پوليسو مشر سعيد خان په مشرئ کښې ، د مومندو له پاره د مردان پوليس مشر محمد علی ګنډا پور په مشرئ کښې ، د کرم ، اورګزو او نيم قبايلی سيمو له پاره د کوهاټ د پوليسو ډی ائي جي اعجاز خان په مشرئ کښې ، د سويلی او قطبی وزيرستانونو او بنو او لکی مروت له پاره د ډيره اسماعيل خان د پوليسو مشر علی خټک په مشرئ کښې ټيمونه جوړ کړے شوی دی څوک چې به د قبايلی سيمو دورې کوی او هلته به د پوليس نظام او د هغې له پاره د چوکيو جوړلو له پاره د ځايونو لړ کښې خپلې سفارښتنې حکومت ته راوړاندې کوی ۔ دې لړ کښې تيره اوونئ د ډی ايی جی مردان محمدعلی په مشرئ کښې د پوليسو ټيم د مومندو سيمې دوره اوکړه او هلته ې د ځايی انتظاميي د چارواکو تر څنګ د ۱۸ داسې ځايونو جاج واغستو چرته چې به راروانه کښې د پوليسو چوکئ جوړؤلو باندې کار پيل کؤلے شی ۔

مومندو ته د پوليسو نظام غزؤلو لړ کښې دا دوره په داسې حال کښې وه چې د وړاندې نه د سيمې د مشرانو له خوا د انضمام په زد جرګه روانه وه چې د پوليسو د ټيم سيمې ته د راتګ خبر سره سم د جرګې غړو او ګډون والو د پوليس نظام په راتګ خفګان ښکاره کړو او د پيښور او باجوړ لويه لار ې د احتجاج په توګه تر درې ساعته اوتړله ۔ په دغه احتجاج کښې زياتره ګډون لرونکی هغه مشران او ملکان وو د چاچې په زوړ نظام ايف سی ار کښې د حکومت نه مراعات او " سپيشل خرچې " وې کومې چې د انضمام نه روستو تړلے شوی دی ۔ دوی غوښتنه کؤله چې د انضمام په عمل کښې د ددوی سره مشوره نه ده شوې او د پوليس د نظام په راتګ سره به په سيمه کښې نور هم آړے ګړے رامخي ته شی ۔ په دې موقع احتجاج کونکيو د نوی نظام په زد او د زوړ نظام په حمايت کښې نعرې وهلې او د حکومت نه ې غوښتنې اوکړې چې په سيمه کښې دې د پوليس نظام په ځائے د خاصه دار او ليويز فورس نظام دوامداره اوساتی او د پوليس نظام نه دې ډډه اوکړے شی ۔
د فاټا ټاسک فورس له خوا په تير وخت کښې د خاصه دار فورس په حواله سفارښتنې وې چې هغه خاصه دار فورس کوم چې ځوانان دې او څه ناڅه تعليم لری هغه دې په سيمه کښې د پوليس نظام راتګ سره په پوليس محکمه کښې ضم کړے شې ولې تر اوسه په دې لړ کښې کومه واضحه پاليسی يا باضابطه اعلان مخې ته نه دے راغلے او هم دا وجه ده چې د ټولې قبايلی سيمي تر څلورو زرو پورې خاصه دار فورس د انديښنو سره مخ دی ۔

په قبايلی سيمو کښې خاصه دار فورس نظام په اول ځل د نولسمې پيړئ په روستيو کښې د هغه وخت د آنګريزانو له خوا قائم کړے شوے وو او بيا چې کله په کال ۱۹۰۱ کښې د فرنټئير کرائمز ريګوليشن ( ايف سی ار ) نظام په دې سيمو ور اوتپلے شو نو د خاصه دار فورس نظام هم په باقاعده ډؤل رائج کړے شو ، په هغه وخت کښې به د انګريز حکومت له خوا د خاصه دارو بهرتيانې د ځايی مشرانو په خوښه او سفارشونو کؤلے شوې چې مقصد ې په ځايی بازارونو او کليو بانډو کښې د آمن و آمان قائم ساتل وو خو روستو بيا دغه خاصه دار د افسرانو په خدمت او حفاظت هم مقرر کړے شو ۔ د يوې پيړئ راهسې دغه د خاصه دار فورس ته د حکومت له خوا په باقاعده ډؤل څه قسم خآص تربيت " ټريننګ " نه وو ورکړے شوے خو هر کله چې دوه لسيزې وړاندې په سيمه کښې د تندورئ په نتيجه کښې د آمن و آمان لړ کښې اړے ګړے رامخي ته شو نو حکومت په کال دوه زره پنځه کښې ددغه خاصه دارو د تربيت او ټريننګ له پاره په اول ځل ګامونه پورته کؤل ضروری اوګڼل او د تربيت نه پس چې کوم خاصه دار واپس خپلو سيمو ته ستانۀ شو هغې ته ې د " ليويز فورس " نوم ورکړو او هغوې ته ې ضرورې د جنګ سامان او سرکارې ټوپکې ورکړې ۔ ددې نه وړاندې به خاصه دار فورس په خپل ذاتی ټوپک د آمن و آمان ټينګؤلو ذمه وارئ ترسره کولې او د خپلې معمولی تنخوا څخه به ې ځانله وردی هم برابرؤله ولې د يولسم ستمبر د پيښې نه روستو حکومت له خوا دې فورس ته د مليشا توره وردې او مخصوص پيزارورکول شروع شو۔

هم دا اوس اوس چې د فاټا ټاسک فورس له په وينا قبايلی سيمو ته پۀ اين ايف سی ايوارډ کښې درې فيصده حصې ورکؤلو
 فيصله شوې ده او په کومه چې غور و فکر روان دے نو د حکومت له خوا ويل کيږی چې په دغه پيسو به د قبايلی سيمې د صحت ، تعليم ، او د عدالتونو نظام ترڅنګ په سيمه کښې د آمن و آمان له پاره د پوليس نظام جوړؤلو کښې مرستې ترلاسه کيږی کومې چې د انضام په عمل کښې د حکومت په ړومبنو ترجيحاتو کښې شامل دی ۔ دا رنګ د وزير اعظم له خوا  وئيلے شوی دی چې د انضمام په دغه عمل کښې به هيڅ قسمه کوتاهئ نشی برداشت کؤلے ، او د انضمام عمل کښې رامخي ته ټول خنډان او ستونزو هواری لي پاره به کوټلی ګامونه پورته کؤلے شی چې دارنګ يادې سيمې د ترقئ په زغل کښې رامخکښې شی ۔ خو ولې د قبايلی سيمو په صوبه کښې د ورګډؤلو اعلان نه تر دې دمه يوه مهمه ستونزه د خاصه دار فورس ده ، په دغه خاصه دارو کښې هغه خاصه دار هم شامل دی کوم چې د مراعاتو په توګه په تير وخت کښې د حکومت له خوا ځايی مشرانو ته ورکړے شوی وو او کوم چې د " سپيشل خرچې " په نوم تنخوا خو اخلی ولې خپلې ډيوټيانې نه ترسره کوی او هم دارنګ د انضمام د عمل سره سم د حکومت له خوا د نورو فنډونو بندؤلو تر څنګ دغه سپيشل خاصه دارو خرچې هم اوتړلې چې لاهم تړلے شوی دی ۔ په تيرو وختونو کښې د داقسم خرچو اغستونکيو له خوا د انضمام په زد احتجاجونه شوی دی او د حکومت له خوا د انضمام په عمل ې ټکونه او نيوکې کړی دی او دا اوس چې په سيمه کښې د پوليس نظام د راتګ خبره کيږی نو هم دغه شخړې يو ځل بيا سر پورته کړے دے او دې لړ کښې د ځايی مشرانو جرګې مرکې روانې دی ۔ د ځايی مشرانو او په زوړ نظام کښې دا قسم خرچه اغستونکيو غوښتنې دی چې يا خو دې دا خاصه دار فورس په پوليس کښي ضم کړے شی او يا بيا دې ته دې د " ګولډن هينډ شيک " په نوم دومره پيسې ورکړے شی چې دا خلق مطمئن شی خو ولې بل خوا د پوليس نظام د راتګ سره داسې ويل کيږی چې د پوليس فورس له پاره به نوې بهرتيانې کؤلے شی او هغه ځايی ځوانانو ته به د بهرتی کؤلو موقع ورکؤلے شی کوم چې د پوليس محکمې په شرائطو او معيار پوره وی او د کومې د پاره به چې د عمر او تعليم حد مقرر وی نو په داسې حال کښې د پوخ عمر او بے تعليمه خاصه دارو له پاره هيڅ موقع او زمينه نه برابريږی چې هغه دې په پوليس فورس کښې بهرتی کړے شی هم دا وجه ده چې دغه خلق د پوليس نظام په راتګ سره خفه دی او د حکومت نه غوښتنې لری ۔

قبايلی هغه سيمه ده چې د يولسم ستمبر د پيښې وړاندې دې ته " سرزمين بے آئين " ويلے شوه ۔ چرته چې د زياتره لرې پرتو برښو د آمن و آمان واګې د ځايی مشرانو او اولس په لاسو کښې وې خو د يولسم ستمبر د پيښې روستو چې کله په سيمه کښې آړے ګړے رامينځ ته شو نو د آمن و آمان په غرض حکومت دغلته د ايف سی ځواکونو کښې اضافه اوکړه او دغه سيمه ې په خپله ولقه کښي واغسته چې ورسره د ځايی اولس په واک اختيار کښې کمے راغلے او دغلته د آمن وآمان راؤستلو په غرض د پوځی عملياتو په نتيجه کښې د سيمې نه په لکهونو شمير کښې اولسی وګړيو بندوبستی سيمو ته کډې اوکړې ، خو دا اوس چې په سيمه کښې امن راغلے او دغه سيمې د آئين له لارې په صوبه کښي ورګډې شوي نو د حکومت له خوا د ترقئ د يو شمير منصوبو ترڅنګ د آمن ټينګ سااتلو له پاره ګامونه پورته شوی دی او بيا د انضام نه پس د پوليس نظام دغه سيمو ته غزؤل د صوبې ذمه واری ده او د کومې له پاره چې دا اوس عملی ګامونه پورته کيږی په داسې حال کښې د ځايی مشرانو او ملکانو له خوا د مخالفت اوازونه هم د حکومت له پاره د ستونزو څخه يوه ستونزه ده ۔ که څه هم د سيمې اکثره اولس د انضمام په عمل د خوښئ څرګندونې کوی او دغه عمل د سيمې له پاره ګټؤر بولی ولې بل خوا په دې لړ کښې ستونزې او خنډان هم کم نه دی او که چرې حکومت دا قسم ستونزې د جرړې څخه ختمې نه کړی نو په راروانه کښي به دا رنګ ستونزې د پرمختګ په عمل کښې د خلل سوب اوګرځی حکومت له په کار دی چې هغه ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړی او قبايلی سيمو ته د ترقئ ورکؤلو هغه ټولې وعدې تر سره کړی کومې چې په تيرو نزديو کښي ددې سيمې اولس سره شوی دی چې دا رنګ د قبايلو د يوې پيړئ راهسې محرومئ له مينحه يوړل شی او دا سيمې هم د ملک د نورو سيمو په شان د ترقئ په ميدان کښي را مخکښې شی ۔



Post a Comment

0Comments
* Please Don't Spam Here. All the Comments are Reviewed by Admin.
Post a Comment (0)

#buttons=(Accept !) #days=(20)

Our website uses cookies to enhance your experience. Learn More
Accept !
To Top