دا وخت د
هيواد د بعضې نورو سيمو پشمول د خيبر پښتون خوا په اکثره سيمو کښې د " ډينګی
وائرس " له آمله په ګڼ شمير کښې اولس ددغې ناروغئ ښکار دے چې زياتره پکښې
ژوند له لاسه ورکړے دے ۔ د خيبر پښتون خوا د صحت محکمې د صحت د نړی والې مرستندويه
ادارې ( ډبليو ايچ او ) په مرسته د ډينګی ناروغئ او د تداوی مهم شروع کړے دے چې
پکښې ددی ناروغئ په زد د اولس شعور بيدارے او په شکمنو او اغيزمنو سيمو کښې د حفاظتی
سپرے کول شامل دی ۔
د صحت د
چارواکو له خُلې ويل کيږې چې د ډينګی ناروغی د يو خاص قسم ماشی " مچهر "
د چيچلو څخه انسان ته لګی کومه چې وائرل يعنې د يو اغيزمن انسان نه نورو انسانانو
ته خوؤريدونکې ناروغی ده چې په علاموتونو کښې ې سخته تبه او په وجود کښې کمزوری په
ړومبيو علامتونو کښې شامل دی ۔د صحت د پوهانو له خوا ويل کيږی چې د ډينګی ناروغی د
ښځينه ماشی څخه لګی کوم چې د صفا اوبو په سر ژالې لری او دا ناروغی د ګرمئ په موسم
کښې د ماشو د راخوريدو سره سيوا کيږی چې له آمله ې په ګڼ شمير کښې انسانان هر کال
د مرګ خُلې ته ځی ۔ د يو سرکاری راپور تر مخه په تير کال دوه زره اوولس کښې يواځې
پښتون خوا صوبه کښې د يو لاک نه بره شمکمن ناروغان په نخښه شوی وو په کوم کښې چې
۲۳۷۱۹ کسانو ټيسټونه مثبت راغلی وو ۔ دا ړومبے ځل نه وو چې په دومره ګڼ شمير کښې
اولس ددې ناروغئ ښکار شوے وو بلکې ددې نه وړاندې په کال دوه زره يوولس کښې تر
۱۵۹۰۰ کيسونه په هري پور او ايبټ اباد کښې مخې ته راغلی وو دارنګ په کال دوه زره
ديارلس کښې يواځې په سوات سيمه کښې تر ۹۰۱۹ کسان له دې ناروغئ اغيزمن شوی وو او
بيا په کال دوه زره پنځلس کښې د کوهاټ په لاچئ سيمه کښې تر ۲۷۰ پورې کسانو کښې ددې
ناروغئ وائرس موندلے شوی وو او دارنګ دا ناروغی د صوبې سر ښار پيښور او بيا د صوبې
قبايلی سيمو ته اوغزيده چې دا وخت د پيښور ترڅنګ په قبايلي سيمو خيبر جمرودد کښې د
ټولو نه زيات کيسونه مخې ته راغلی دې ۔ يواځې په خيبر پښتون خوا کښې تير کال په
آخره کښې تر اوويا پورې د ډينګی ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړے دے ۔
سږ کال د
خيبر پښتون خوا حکومت د صحت د محکمې له خوا د هرې سيمې په ډپټی کمشنرانو غږ شوے دے
چې هغوی دې د خپلې سيمې د صحت د چارواکو کميټيانې جوړې کړی چې دارنګ کور په کور او
کلی په کلی د ډينګی ناروغئ د مخنيوی او تداوی په اړه د اولس شعور بيدارولو کښې خپل
رول اولوبوی او دارنګ په شکمنو او اغيزمنو سيمو کښې د حفاظتی سپرے يعنی د ماشو د
ختمولو دارودرملو استعمال يقينی کړی چې ورسره به په ياده شميره کښې کمے راشی او
ددې ناروغئ مخه اونيول شی ، د صوبې د سرښار سيمه تهکال او خواوشا سيمو تر څنګ د
خيبر جمرود سيمه هغه سيمې دې چرته چې ددې ناروغانو شميره د نورو سيمو په پرتله
سيوا ده ۔ تيره اوونئ د خيبر سيمې جمرود کښې د حکومت له خوا تر ۸۳ پورې ټيمونه
مقرر کړے شوی دی کوم چې به په سيمه کښې د ناروغئ په زد د اولس شعور بيدارولو او د
ناروغئ د مخ نيوی له پاره هلې ځلې کوی ۔په دې لړ کښې دغه ټيمونه په بازارونو او
کلو بانډو کښې ګرځې او د لاپرواهئ په نتيجه کښې ې تر دې دمه دوه کسان بندی کړی هم
دی ۔
د صحت د
محکمې چارواکو او پوهانو تر مخه د اولس ذمه واری جوړيږی چې هغوی دې د ډينګی مخنيوی
لړ کښې د حکومت او صحت محکمې له خوا خپور کړے شوی اختياطې تدبيرونو باندې عمل
اوکړی ، په کورونو او حجرو کښې يا لارو کوڅو کقې چې کومې ګنده اوبه دی د هغې صفايئ
دې اوکړی او دا رنګ د صفا څکلو اوبو ټينکئ ، چاټئ او خومانو باندې دې سرونه او
داقسم چتونه جوړ کړی چې دارنګ د څکلو اوبو ذخيرې محفوظې شی ، د کورونو او کمرو په
ګوټونو کښې دې د ماشو د مخنيوی سپرے ګانې اوکړی او ټول هغه ځايونه چې چرته د ماشو
د ژالو جوړولو انديښنې دی هلته دې هم حفاظتی سپرے اوکړے شی چې دارنګ يقينی شی چی
چرته هم د ماشو موجودګی ممکنه وی زر تر زره ختمه شی ، د صحت د محکمې او مليريا
کنټرول پروګرام هم ذمه واری جوړيږی چې د مچهر دانو تقسيم يقينی کړی او په دا رنګ
فنډونو کښې دې حکومت آضافه اوکړی چې زيات نه زيات اولس ته دغه فايدې ترلاسه شی چې
دارنګ يو خوا په دې ناروغئ قابو اوموندلے شی او د عام اولس جوند ددې خطرناکې
ناروغئ نه خوندی شی۔