د کُرمې بيګمئ وريجې

sports mag
0

                    
          
د دنګو غرونو په لمن کې خړ خړ او څه توربخښن د خټو او ګټو کلی چي چاپيره ې شنه شنه پټی او شنې دنګې دنګې ونې او ددې عکس په شا د سپين غر د دنګو څوکو په سر د سپينو واورو د ليکې دا منظر د پختونخوا د کُرمې سيمې دے ۔ په دې سيمه فطرت د خپل حسن بې شميره رنګونه په هر لور شيندلی دی ۔ زمونږ د هيواد قطبی لويديز ته د کُرمې دا دره د ګاونډی هيواد آفغانستان د دريو ايالتونو خوست ، پکتيا او ننګرهار سره پوله لری چرته چې د پښتنو نوموړې قبيلې توری ، بنګښ ، ماموزی ،علی شير زی ، عليزی ،منګل ،ځاځی ، پاړه چمکنی ،اورکزی وغيره آباد دی ۔
په انتظامی او جغرافيايی توګه کُرمه په دوه حصو تقسيم ده چي يو ته اپر کُرمه او بلې ته لوئر کُرمه ويل کيږې ، د اپر يعنی بر کُرمې سر ښار پاړاچنار دے چرته چې د ډپټی کمشنر او انتظامی عملې ځايونه دی ولي د لوئر يعني لرې کُرمې مهم ځاے صده بازار دے چرته چې ګڼ شمير کي اولس اباد دے ۔ د کُرمې په شا د کوه سفيد " سپين غر " د غرونو سلسله ده ، د سپين غر د غرونو د سرونو په حواله ځايی اولس دا نظر لری چې د پيړيو راهسې دا دنګې څوکئ د واورو په سپين لباس کي پټې دی ۔
هم د سپين غر په څوکو د سپينو واورو له برکته قدرت کُرمې ته د نورو قبايلی سيمو په پرتله ځانګړتيا ور بخښلې ده ۔ او هم له دې ځاے څخه د کرمې سيند چې ځای اولس ورته " توئ " وايی شروع کيږی او لاندې په صده او بيا دارنګ د بنو سيمې ته رسی دغه سيمه د بنو قطب دے چې ورته انډس پلين ويل کيږی ۔د پولې پورې د پکتيا سيمه ده چرته چې دغه سيند بهيږی ۔
د کُرمې د سيند د غاړې زمکې د اولس د کرکيلې له پاره د شروع ورځې نه خدمت ترسره کوی په کوم چي مهم فصلونه غنم او وريجه کرل کيږې او ددې زمکو پيداوار او اولس ته ګټې په سيمه کي د نورو ټولو روزګارونو نه زياتې ګټې لری ۔ او په خصوصی توګه وريجې داسې فصل دے کومې چې ګټور هم دے او په پښتنو سيمو کي يو ځانله نوم او مقام هم لری کومې ته چې " بيګمئ " وريجې ويل کيږی ۔

د بيګمئ وريجو نوم په حواله تاريخ پوهان ليکی چې د آمير عبد الرحمان لور بيګم بلقيس جان آفندی به سوات ته اکثره د چکر له پاره راتلله د آمير عبد الرحمان لور بلقيس په دې سيمو او د افغانستان په سيمو په بيګم مشهوره وه ، يو ځل چې هغه سوات ته راغله نو د ځان سره ې ددې وريجو تخم راوړو او ځايی کروندګرو تۀ ې ورکړو چې کرونده ې اوکړی هغوې چې کله ددې وريجو کرونده اوکړه نو په هغه کال د نورو کلونو په پرتله زيات پيداوار اوشو او بيا دا رنګ ددې وريجو کرونده عامه شوه او دې ته د "بيګمئ " وريجو نوم ورکړے شو ۔

هسې خو د بيګمئ وريجو پيداوار په سوات کي زيات دے خو د کُرمې سيمه د بيګمئ وريجو سره په دوه حوالو ځانګړتيا لری ړومبئ دا چې د سوات نه پس کُرمه داسې سيمه ده چرته چې د لوړ معيار بيګمئ وريجو کرونده کيږی او دويم دا چې د کُرمې خلق چې بيګمئ وريجې په کومه طريقه پخوې هغه ځانله ځانګرتيا ده او يو جدا خوند لری کوم چې د قبايلی سيمو تر څنګ په ګرده پختونخوا کي مشهورې دی ۔ په دغه وريجو کي شنې مئ هم استعماليږی کوم چي د دالونو يو قسم دے ۔او په عامه توګه دغه وريجو ته په نورو سيمو کي غټې وريجې ويل کيږی ، او د پختونخوا په اشنغر سيمه کي واده ښادئ کي ددې وريجو استعمال زيات دے ۔
د کُرمې والو وريجو د پخلی يو ځانله جدا ترکيب دے چې ډير ساده خو خوندور او ترسکون خوند لری ۔ په کُرمه کي په دغه وريجو د پخلی نه پس د کورنيو غوړو اچول يو عام دستور دے چي ورسره د وريجو خوند سيوا شی او هم دا رنګ ورسره (دهی) ماسته هم استعماليږی ۔ که چرته څوک کُرمې ته د ميلمه په توګه چکر له لاړ شی نو د کُرمې ځايی کوربانه خپل ميلمه ته د کُرمې وريجې ضرور پخوې کوم چي د هغه سيمې د کوربنو دستور دے او د ميلمه د ميلمستيا له پاره غټ ثبوت هم دے ۔
د قبايلي سيمو وزيرستانونو او بنو يا دا رنګ نورې سويلی سيمو اولس د ميلمستيا په توګه د " پينډې ‘‘ اهتمام کوی دغه رنګ د کُرمې اولس د کُرمې والو وريجو سره د ميلمه خاطر مدارت کوی کوم چې د پينډې يو قسم دے خؤ فرق صرف دادے چې په پينډه کي د غوښې استعمال کيږی او د کُرمې والو وريجو پخلی کي د غوښې استعمال نه وی ۔ هم دا رنګ غټې وريجې چي کومې د پختنونخوا په ميدانی سيمو کي پخولے شی هغې کي هم د غوښې استعمال کيږي خو ولې د پخلی طريقه او خوند او لذت ې د کُرمې والو وريجو نه جدا دے ۔د کُرمې والو وريجو د پخلی په حقله په سيمه کي دا مشهوره ده چي يادې وريجې يوځې د کُرمې سيمې ميرمنې پخولے شی او دا د هرې سيمې د ميرمنو د وس کار نه دے ۔ ځايی اولس په دې هم باورې دے چې کُرمې والو وريجو پخولو له پاره د کُرمې اوبه هم لازم دی يعنی دا قسم وريجې د هرې سيمی په اوبو کي صحيح نه پخيږی هم دا وجه ده چې د نورو سيمو د وريجو نه د کُرمې والو وريجو خوند جدا او ذائقه ې ځانګړې ده ۔

په تيرو وختونو کي چې کله د آمن وضع خرابه شوه نو حکومت په سيمه کي د پوځی عمليات اوکړل چې ورسره په سيمه کي د آمن راوستولو نه روستو حکومت بيا خصوصی پام لرنه اوکړه او په سيمه کي ي د نورو ترقياتی کارونو تر څنګ د اوبه خور او کرکيلې په مد کي مهم ګامونه پورته کړل ۔ د کال دوزره اوولس او اتلس د ترقئ په کليزه بوديجه کي يوځې کُرمه کي د اوبه خور له پاره د نهرونو سکيمونو جورولو اعلان کړے دے په کوم کي چې د اوويا ملين روپو په لګښت سره د نهرونو او اوبه خور نظام جورول او دا رنګ د شپيتوو ملينو روپو په لګښت سره د کُرمې په درې سب ډويژنونو کي د اوبه خور سکيمونو سر ته رسيدو له پاره ګامونه اغستی دی ۔ د قبايلی سيمو د سيکرټريټ له خوا جاری شوی يو رپورټ کي ويل شوی دی چې دا وخت په کُرمه سيمه کي د اوبهخور د چينلونو شميره دوه سوه او دوه ديرش جوړيږی کومه چې د نورو قبايلي سيمو په پرتله سيوا ده او حکومت د نورو سکيمونو جورولو له پاره کار پيل کړے دے۔
 دسيمې اولس وينا دۀ چې دې سره به د کرکروندې په پيداوار کي اضافه مخې ته راشی او کرونده ګرو ته به اسانئ هم په لاس ورشی او ورسره به د نورو سبزيانو او غلې په پيداوار کي د اضافې تر څنګ د وريجو په پيداوار کي هم زياتوالے راشی ۔او په سيمه کي به د روزګار په نشتوالی هم تر ډيره حده قابو اومندلے شی ۔



Post a Comment

0Comments
* Please Don't Spam Here. All the Comments are Reviewed by Admin.
Post a Comment (0)

#buttons=(Accept !) #days=(20)

Our website uses cookies to enhance your experience. Learn More
Accept !
To Top