آدب ، آديب او ټولنه

sports mag
0


   
په يورپی ټولنه کي آدب ته ډير لوړ مقام حاصل دۓ او دا رنګ لکه څنګه چي ادب ته په درنه سترګه کتل کيږی هم دا رنګ اديب ته هم عزت ورکول کيږی ۔ د ادب ، اديب او ټولني يا معاشري په موضوع چي خبره کوو او ډير اخوا ديخوا خبرو کي لاړ نشو او يواځي د ليکونکي او په لوستونکی ، اوريدونکی او يا کتونکی د هغي آثر موضوع ته راشو نو دا به ددي موضوع زما په خيال يو ښه آړخ وی ځکه چي دا يوه خوره وره موضوع ده چي وړاندي پري باندي بي شميره ليکونکيو خپل نيلی زغلولی دی ۔
په نفسياتو کي د فرائيډ او د هغه په حوالي سره دا خبره راروانه ده چي ادب جذبات ( سب لميټ) کوی خو هسي دا خبره نوي نه ده ددي نه وړاندي ارسطو هم دا ويلي وو چي آدب د جذباتو ارتقا کوی خو او هم د لته ددي خبري نه دا سوال راپورته کيږی چي ايا د ادب د تخليق په وخت د ليکونکی يا تخليق کونکی ذهنی تکليفونو ته هم وده رسی او يا په نورو ټکو کي ارتقا مومي او د تسکين سوب ګرځی  ؟ نو ددي خبري په حق کي ډير ثبوتونه موجود دی ۔خو وړاندي له دي چي په کومه معاشره يا ټولنه کي چي عقل په غزيدلو خپو پروت وی او چرته چي د تهذيب لوړو اقدارو ته ضرورت نه وی بلکه يوځينۓ قدر د ډيري نه ډير دولت پيدا کول وی هغه که په هره طريقه وی نو هلته که چرته يو سړۓ ليکل کوی او هغه سره د سماجی بدلي څه جستجو نه وی نو بيا ددي نه بغير ورته څه ويلي شي چي دغه سړۓ آدب او ليک د خپل باطنی تسکين لپاره کوی ، او شايد چي شعر وليم اليمپسکو ته هم دغه ستونزه ورپيښه وه نو ځکه خو هغه وايي چي نن سبا ټولنه د ادب څخه دومره ناخبره ده چي که چرته ډير شاعران ذهنی فشار تنګ نکړی نو شايد چي شعر او ليکل بند شي او ختم شی نو دلته دا خبره ښکاره ده چي د تخليق په وخت تخليق کار ته څه نا څه ذهنی تسکين ضرور رسيږی بلکه بعضي وخت د تخليق په دوران کي هغه ته يو نوۓ غم هم ملاويږی ۔ د تخليق په دوران کي د تسکين په حواله که خبره کوو نو د تخليق په دوران کي د تخليق کار ټولي لاشعوری مسئلي د شعور په زمکه راپورته کيږیاو د هغي اظهار په خارجی ډول کيږی او هم دغه وجه ده چي ليکونکی ته تسکين هم ملاويږی او تکليف هم ملاويږي ، که غور اوکړو نو کله چي يو تخليق کار د تخليقی عمل نه تيريږی نو په هغه کي دننه يو څړيکه او درد راپورته کيږی ،زخمونه ناسور جوړيږی او ليکونکی ته تکليف رسی خو بيا چي کله د هغه تخيلق د عوامو لاسونو ته رسی نو کتونکی ، اوريدونکی او لوستونکی ته د هغي نه د يو شمير فايدو تر څنګ خؤند پورته کوی او هم دغه د تخليق کار مرام وی ۔ کتونکي ته د هغه خبرو اندازه نه کيږی کوم تکيلف او درد چي تخليق کار ته رسيدلي وي ۔دلته ماته د غالب دا شعر راياد شي چي
غم هستی کا اسد کس سۓ هو جز مرګ علاج     شمع هر رنګ مين جلتی هی سحر هونۓ تک
که د هغه تخيلق کارانو ډله درنه ده کوم چي د تخليق په دوران کي تسکين تر لاسه کوی نو هغه تخليق کاران هم کم نه دی کوم چي د تخليق په دوران کي يو نوۓ درد مومی او دا روسته ډله ډيره بد قسمته ده ځکه چي د تخليق په دوران کي د درد موندلو له امل هغه تخليق کار په نفسياتي او بدنی توګه د آغيزو په ترڅ کي ټولني او معاشري هغه ته ليونۓ او لعنتی ويلي او هغه ته ي د نقصان رسولو حڅي کړي دی او په تيره بيا دغه ستونزه زمونږه په معاشره کي د پښتو ژبي د تخليق کارانو سره ډيره راپيښه ده چي وجه ي هم دغه ده چي پښتنه ټولنه دا شعور ډير کم لری چي ليکوال يا تخليق کار څه قدر وقيمت لری او دا خلق چي ددوی له پاره په محنت کي آخته دی او د ژوند د اسانتياو په لټون کي تکليفونه زغمی دا هم ددی معاشري حصه ده او ددوی حق هم د
عام وګړی نه زيات دۓ ۔
اوس دلته ددي بحث نه دوه خبري رامخي ته شوي يو دا چي آدب يا تخليق د تسکين وسيله او دويم ددي ردعمل ۔ د ردعمل سرخيلان چي اکثره پکي يورپيان دی او يا خوشحال خان بابا ، کاکا جی صنوبر حسين او يا د اردو ادب داسي نور آديبان خو فن عظمت په دي کي پټ ګڼی چي څومره تکليفونه او درد ملاو شی هومره تخليق خوندور او زړه راښکونکۓ وی ۔ خو ددي پر زد چي کوم خوند او تسکين ملاويږي نو هم دغه خوند دۓ چي تخليق کار په بيا بيا تکليفونو اخته کوی ۔ دا خبره هم د غور وړ ده چي په يو منتشره ټولنه کي يو فرد څومره پوري خپل ځان منظم ساتلي شی يا د خپل آدب په برکت ټولني ته څومره قبول دۓ ۔ مونږ چي څومره هم د شاعرانو اديبانواو تخليق کارانو ژوند مطالعه کوو نو معلوميږی چي بعضي وخت ددوی معمولی ضرورتونه هم ارمانونه پاتي شوی خو ولي بيا هم هغوی خپل ځان له لاسه نه دۓ ورکړۓ او ځان ي منظم ساتلي هم دغه وجه ده چي اکثره  خپل لوړ مرام ته رسيدلی او دا رنګ اولس هم ددا قسمه ليک او تخليق په بنياد د ژوند د ترقئ او پرمختګ سره مخ شوی دی نو مطلب دا شو چي معاشره ادب او اديب د يو بل له پاره لازم او ملظوم دی او که په دي کي يو هم نيمګړۓ وی نو دا ټول عمل نيمګړۓ دۓ بلکه ادب د پاره د ژوند ډير مهم او لازمی عمل دۓ ۔ دلته ماته د يورپی کلاسيک ادب يوه واقعه راياديږي وايي چي يو سړۓ د ژوند نه ډير تنګ شوۓ وو او فيصله ي اوکړه چي خپل ژوند پخپله له لاسه ورکړي او خود کشي اوکړي او بيا په دي غرض د خود کشئ له پاره روان وو چي په لاره کي يو بل سړۓ مخي له ورغۓ او هغه ترينه احوال اوپوښتو چي په ځواب کي ورته دغه سړی خپل د زړه حال اوويل چي زه روان يم خپل ځان وژنم نو هغه بل سړۓ ډير فکر مند شو او د مرستي په توګه ي ورله د يو اديب کتاب ورکړو کوم چي د کامياب شوند او د مايوسئ ختمولو طريقو په اړه ليک وو ۔ هغه سړی چي دغه کتاب اولوستلو نو د ژوند سره ي مينه پيدا شوه او خپله ناوړه اراده ختمه کړه او يو نوی ژوند ته چمتو شو ۔ داسي واقعات په تاريخ او ادب کي ډير زيات دی خو مهم داچي شاعر او ليکوالان يا تخيلق کاران زمونږ د ټولنی س ټولو نه قيمتی سرمايه ده او په ټولنه دداقسم خلقو لوی احسانات دی ۔بايد چي دداقسم خلقو قدر اوکړۓ شي او دغه سرمايه د ضائع کيدو نه بچ کړۓ شي نو هله به زمونږ قام پرمختګ کوی او يو مثبت بدلون به مخي ته راځی۔

Post a Comment

0Comments
* Please Don't Spam Here. All the Comments are Reviewed by Admin.
Post a Comment (0)

#buttons=(Accept !) #days=(20)

Our website uses cookies to enhance your experience. Learn More
Accept !
To Top