مهمند ډيم --- ګټورۀ منصوبه

sports mag
0

  
د تيرې مياشتې جولايي په آخری نيټه د واپډا چئيرمين او پخوانی ليفټننټ جنرال مزمل حسين د پختونخوا د مومندو سيمې ته ورغلۓ دۓ او هلته ې د جوړيدونکی " مهمند ډيم " د ځاۓ ليدل کړی دی ۔ په دې موقع د مومندو د حفاظتی ځواکونو چارواکی او د سيمې ډپټی کمشنر هم موجود وو ۔ د واپډا چئيرمين په دې موقع اولس ته د راروانو ګټو او د ډيم نه سيمې ته د فايدو په آړه باور ورکرۓ دۓ او کلکه طمع ې ښکاره کړې ده چې په يو څو کلونو کي به د ډيم جوړيدو سره د اوبو او بجلئ د کمی ستونزې تر ډيره حده حل شی ۔د اوبو او بجلئ کمی هغه ستونزی دی کومې چې يواځې مومندو کې نه بلکه د ټول هيواد د اولس ستونزې دی ۔
د مهمند ډيم جوړولو فيصله تيره مياشت د سپريم کورټ د چيف جسټس له خوا شوې وه چې پکي د مهمند ډيم تر څنګ ديامير بهاشا ډيمونو جوړولو حکم شوۓ وو ، د چيف جسټس له خوا دا هم ويل شوی وو چي ددې فنډ له پاره به ټول سرکاری ملازمان د خپلو ميا شتنئ تنخوا څخه څه حصه د ډيمونو جوړولو له پاره د مرستې په توګه جمع کوی ۔ او ددغه اعلان نه سم دس روستو د پاک پوځ د عامه اړيکو د څانګې ډايريکټر جنرال آصف غفور باجوه هم په خپل ټوئيټر پاڼه ليکلی وو چې د ديامير بهاشا او مهمند ډيم جوړولو کي به د پوځ ځوانان خپله برښه مرستې کوی ۔

د مهمند ډيم په نوم دغه بند د مومندو د پنډيالئ په مقام جوړيدونکۓ دۓ کوم چي د پيښور نه تقريبا په ۴۸ کلوميتره فاصله پريوځی ،د مومندو د ډپټی کمشنر واصف سعيد د دفتر له خوا ترلاسه شوی معلوماتو ترمخه ددغه ډيم نه چې کوم مقصدونه ترلاسه کول دی په هغې کي د بارانی اوبو او سيلابونو سنبالښت ، د بجلئ پيدا کول ،د اوبه خور او کرکروندې له پاره اوبه پيدا کول او عامې پرمختيا يو شمير نورې ګټې شاملې دی ۔ د معلوماتو تر مخه دغه ډيم تر ۲۱۳ ميتر اوچتوالۓ لری او د سر برخه کومې ته چې کرسټ ايريا ويل کيږی دغه تر ۷۱۶ ميتره اوږده ده چې په کوم کي به ۱۵۹۴ ميلن ميټرک کيوب اوبه راجمع کولۓ شی او دغه ډيم به تر ۸۰۰ ميګا واټ بجلی جوړوی کومه چې سالانه ۲۸۶۲ ګيګا واټ جوړيږی ۔

ددې منصوبې له پاره سروۓ په کال دوه زره د مارچ په مياشت کي سر ته رسيدلې وه د کومې چي فنی نقشې او نور کار هم دا
 اوس سر ته اورسيدو ۔ د واپډا له خوا ويل کيږې چي ددغي منصوبې له پاره څه د پاسه ۳۰۹ بيلين روپو پی سی ون منظوری ورکړۓ شوې ده او ډير زر به په دغې کار شروع شی کوم به چې په پنځه کلونو کي سر ته رسولۓ شي او ددغي د سر ته رسولو له پاره د کال ۲۰۲۴ د جون مياشت ټاکل شوې ده ۔
ويلي شوی دی چي په ړومبی مرحله کي به ډيم ته د رسد له پاره سړکونه او ورسره د رهايش ځايونو جوړول پيل کيږی او هم دارنګ به ۱۲۲ ايکړ زمکې ته د يو نهر او دا رنګ ۱۴۵ ايکړ زمکې له پاره دويم نهر په منصوبه کي شامل دی چې د کرکيلې تر څنګ به ځايی اولس ته نورو روزګارونو موقع په لاس ورشی ۔
د پختونخوا په قبايلی سيمو کي د نورو سيمو په نسبت د سيندونو کمۓ دۓ ، دا سيمې چي ګاونډی هيواد افغانستان سره ګډه پوله لری د باجوړ نه ترسويلی وزيرستان پوری يواځي دوه سيندونه لری يو په مومندو کي د سوات سيند په کوم چي مهمند ډيم جوړيدونکے دے او د ورسک ډيم سيند او دريم په کُرمې سيمه کي د سپين غر نه راوتلے سيند چي لاندي بنو ته رارسی په باقی سيمو کي د قدرتی چينو او د کوهيانو سسټم فعال دے ۔ هم دا وجه ده چې د پختونخوا د نورو سيمو په نسبت په يادو سيمو کې د اوبو د کمی ستونزې لا زياتې دی ۔

د مومندو ډپټی کمشنر واصف سعيد وينا ده چي د ډيم جوړيدو سره به په سيمه کي د اوبو کمی ستونزه تر ډيره حده کمه شی او د
 زمکې لاندې د اوبو کچې راپورته کيدو سره به کرکروندې ته هم زمينه برابره شی چې ورسره به ځايی اولس ته روزګارونه هم په لاس ورشی او د بجلئ کمی ستونزه به هم تر څه حده قابو کړے شی ۔
که څه هم په قبايلی سيمو کي د سيندونو کمے دے خو ولې بل خوا په يادو سيمو کې ډيرې داسې درې او ځايونه شته په کوم چې د بارانی ډيمونو جوړولو ضرورت دے او کوم چې د بارانی ډيمونو له پاره موزون هم دی چې دا رنګ به يو خوا بارانی سيلابونه قابو کړے شي کوم چې هر کال قام ته د نقصان پيښيدو سوب ګرځی بل خوا به د بارانی اوبو نه ګټې پورته کړے شی او د اولس په کار به راوستل شی خو ضرورت ددې خبرې دے چې حکومت په دې حقله سنجيده غور اوکړی او دې لړ کي کوټلی ګامونه پورته کړی بيا لرې نه ده په يادو سيمو کي د اوبو او بجلئ په ستونزو قابو اوموندلے شی او دې اولس ته کوم چې د تيرې يوې پيړئ راهسې د نور هيواد په پرتله د پرمختګ په زغل کي روستو راروان دی ډير زر د قامی پرمختګ ړومبئ ليکې ته راشی ۔



Post a Comment

0Comments
* Please Don't Spam Here. All the Comments are Reviewed by Admin.
Post a Comment (0)

#buttons=(Accept !) #days=(20)

Our website uses cookies to enhance your experience. Learn More
Accept !
To Top