د يخنئ
موسم شروع شوے دے او ددې ترڅنګ د يخ موسم سره تړلې ناروغيو کښې هم زياتوالے مخې ته
راغلے دے ۔ که چرې مونږ غور اوکړو او اوګورو نو اکثره روغتونونو کښې د يخنئ په
موسم کښې د سينې ناروغئ ، زقام ، ټوخے او تبه دا هغه ناروغئ دی کومې چې د نورو
موسمونو په پرتله په يخ موسم کښې زياتې رامخي ته کيږی او تقريبا د هرې سيمې په
روغتونونو کښې دا قسم ناروغان زيات شمير کښې راځی چې د لويو تنانو سره سره زياتره
ماشومان ددا قسم مشکلاتو سره مخ ليده شی ۔
د يخنئ موسم
ناروغيو پحقله د صحت د نړی والې ادارې د يو راپور تر مخه په ټوله نړئ کښې تر شپږ
ملين خلق د يخنئ په موسم کښې د ټوخې د ناروغئ سره مخ کيږی چې پکښې د نيمې نه زياته
شميره د ترقيافته هيوادونو د ناروغانو ښودلے کيږی او بيا په دغه ټوله شميره کښې د
ماشومانو د آغيزمن کيدلو کچه ډيره لوړه ده او هر کال چې د يخنئ موسم کښې د ناروغيو
لاآمل کوم خلق د مرګ خُلې ته ځی نو په دغه شميروو کښې هم د بده مرغه د داقسم
ماشومانو شميره زياته ښودل کيږی د چا عمرونه چې د پنځو کلونو پورې وی ۔ ديخنئ موسم
د ناروغيو او ناروغانو ستونزه يواځې په روستو پاتې هيوادونو کښې سيوا نه ده بلکې
دغۀ شميره په هغه هيوادونو کښې هم کمه نه ده کوم چې پرمختګ کښې وړاندې دی او چرته
چې د اولس د شعور کچه هم لوړه ده ۔ دغه راپور دا هم زياتوی چې هر کال د يخنئ موسم
کښې د ناروغيو له آمله تر څلويښت زرو پوری ناروغان پر مختللی هيوادونو کښې د مرګ
ښکار کيږی خو ولې بيا د مرګ خُلې ته تلونکيو ناروغانو شميره زمونږ په روستو پاتې
هيوادونو او په تيره په هغه سيموکښې چرته چې د صحت په حواله د شعور کمے دے ډيره
سيوا ده ۔ راپور وړاندې ښايی چې د يخنئ موسم کښې د زقام وائرس د نړئ په کچ په سلو
کښې تر شلو پورې انسانان آغيزمن کوی او دارنګ يو بل راپور کښې ويل شوی دی چې د
يخنئ موسم کښې يواځې زمونږ هيواد پاکستان په سلو کښې تر لسو پورې انسانان د سينې
ناروغئ سره مخ کيږی چې پکښې د ماشومانو شميره زياته ده او هم دا وجه ده چې په
هيواد کښې د سابندئ او نمونيا ناروغانو شميره کښې زياتوالے مخې ته راغلے دے کوم چې
د پام وړ دے ۔
د پوهانو
د وينا تر مخه په دغه ښودلے شوو شميرو کښې د ټول هيواد ترڅنګ د پښتون خوا او بيا
په تيره د لرې پرتو قبايلی سيمو اولس د يخنئ موسم کښې د اختياطي تدبيرونو او د
مخنيوی لارو چارو څخه د ناپوهتيا لاآمل زيات آغيزمن کيږی چې پکښې د نورو ناروغيو
سره سره د نمونيا شکايت ډير زيات دے ۔
د صحت د
پوهانو وينا ده چې د يخنئ موسم راتللو سره سم په روغتونونو کښې رش او ګڼه ګوڼه
سيوا کيږی او په او پی ډی کښې دا قسم شکايتونه ډير زيات وی چې د چا مرئ خرابه وی ،
څوک د ټوخی ښکار وی او يا د سينې ناروغئ سره مخ وی ۔ او په دغه ناروغانو کښې دا
قسم زيات ناروغان وی د چا چې زقام وران شوے وی کوم ته چې د طب په ژبه کښې "
سائينو سائيټس " ويل کيږی او دا قسم ناروغان د کليو او بانډو سره تعلق لرونکی
زيات وی چې مهمې وجې ې د خپله ځانه دوايانو استعمال او يا کورنئ ټوټکې ښودل کيږی ۔
د صحت د
محکمې د يو ډاکټر وينا ده چې د زقام له پاره لاتر اوسه کومه دوايی نشته او د زقام
خپله دورانيه د پنځو نه واخله تر لسو ورځو پورې وی او زياتوی چې پخپله زقام کومه
خطرناکه ناروغی نه ده خو ددې لآمل د پوزې ، مرئ او د خوراک نالئ کښې جراثيم پيدا
شی کوم چې دننه بدن کچه کوی او بيا دغه حالت کښې د نورو جراثيمو له پاره دا چانس او
موقع پيدا شی چې هغه خپل ځائے پيدا کړی او په بدن حمله اوکړی ۔
د صحت
پوهان وايی چې که د يخنئ موسم کښې چا ته زقام اوشې او هغې سره تبه راځی نو په کار
ده چې د تبې علاج اوشی او که مرئ يا سينه خرابه شی نو د هغې لپاره جراثيم کُش
دواياني استعمالول په کار دی چې دارنګ د نورو ناروغيو د حملې موقعې کمې شی ، پوهان
په دې هم باوری دی چې په داسې حال کښې د کورنی علاج نه ډډه کول په کار وی او په
فوری توګه
کوم ماهر ډاکټر سره مشوره مهم څيز دے ۔
د ليډی
ريډنګ روغتون يو صحت پوهه وايی چې کله عام زقام اوشی نو په پوزه کښې سپينې اوبه
راځی چې ورته نزله ويل
کيږی خو که چرته انسان د پرهيز سره د علاج نه کار وانخښلی
نو هغه زقام وران شی او بيا د پوزې نه هغه سپينې اوبه په خړو اوبو کښې بدلې شې او
ورسره د بلغم او د سينې د زخم شکايت هم پيدا شی او ددغې زقام نه چې بيا کومه
ناروغی جوړه شې هغې ته په طب کښې " کرانک سائينو سائيټس " ويل کيږی کوم
چې يو خطرناک شکل دے او ددې سره د نورو ناروغيو جراثيم د انسان په بدن کښې ځانله
ځائے جوړ کړی ۔ دوی زياتوی چې د زقام په وخت د دوايانو سره مريض ته خۀ خوراک او
بيا په تيره د ميوو او داقسم خوراک په کوم کښې چې وټامن سی زيات وی د ورکولو ضرورت
وی چې دا رنګ د مريض بدن ددې جوګه شی چې د ناروغئ په زد مبارزه اوکړی او زر تر زره
صحت اومومی ۔ په عامه توګه په کليو او بانډو کښې چې کله څوک ناروغه شی نو په هغه
باندې د خوراک په لړ کښې د پرهيز په نوم بنديزونه اولګوی چې دا څيز مه خوره او
داسې اوکه او يا دارنګ نورې خود ساخته طور طريقې په کار راوستلے شی خو د صحت پوهان
وايی چې د داقسم ناروغئ په وخت ناروغه انسان ته د دوايانو سره سره د ښۀ خوراک ډير
ضرورت وی۔
د
ماشومانو په حواله اکثره مونږ وينو ګورو چې د ټوخی شکايت د يخنئ په موسم کښې سيوا
شی او بيا دغه ټوخے رو تر رو سيوا شی کوم چې يو خطرناک شکل خپل کړی ، د صحت پوهانو
وينا ده چې دغه جراثيم د مرئ نه سينې ته کوز شی او بيا د هوا نالئ ته لاړ شی او
سوزش په شکل کښې دغه نالئ او سينه اغيزمنه کړی او دغه وخت کښې د ډير اختياط ضرورت
وی چې دغه " انفکشن" د هوا وړو ناليو ته کوز نه شی او په وخت ې مخنيوے
اوشی ، که چرته دغه زخم يا انفکشن وړو ناليو ته کوز شی نو دارنګ پړپوس ته لاړ شی
او د نورو ناروغيو سوب اوګرځی۔
د يخنئ
په موسم کښې د زقام لاآمل ټوخے ډير زيات ليدل کيږی ، د ټی بی ناروغئ يو ډاکټر وينا
ده چې ټوخے په دوه قسمه دے يو ته " اکيوټ کف " يعنی وړوکے ټوخے ويل کيږي
د کومې دورانيه چې تر دوه اوونيو پورې وی او آمل ې زقام وی او دويم قسم ټوخے داسې
وی کوم چې دۀ دوه اوونيو نه سيوا شی نو دا بيا د فکر وړ شی او په داسې حال کښې په
کار ده چې د ډاکټر سره مشوره اوشی او د ټی بی ناروغئ ټسټونه اوشی ځکه چې کوم ټخے د
دريو اوونيو نه زيات وخت اولری نو هلته د ټی بی ناروغئ ښکار کيدلو ګمان زيات پيدا
کيږی ۔
د صحت د
پوهانو وينا ده چې که زقام په وخت علاج اونشی او ټوخے سيوا شې بيا دغه د مرئ او د
سينې د زخم سوب اوګرځی او دا رنګ دغه زخم پهيپهړو ته خور شی نو د يوې معمولی
ناروغئ نه يوه ناروغی جوړه شی بيا بله او بيا بله او دا رنګ انسان د مرګ خُلې ته
لاړ شی ، په کار ده چې د ځانه دوايانو استعمال نه ډډه اوشی او د يو ماهر ډاکټر سره
مشوره اوشی او دارنګ د صفايی خيال اوساتل شی ، دويم دا چې د يخنئ موسم کښې بدن ګرم
اوساتل شی او بيا په خاصه توګه ماشومان او بوډاګان چې د هغوی د صحت خيال اوساتل شی
او دريمه او اخری دا چې که ممکنه وی نو د ژمی موسم کښې د اوور بندوبست اوشی خو دا
هم خيال ساتل په کار دی چې کله انسان د خوب له پاره بسترې ته ځی نو اوور دې د کمرې
يو د خوب د ځائے نه بهر کړے شی چې دکومې حادثې سوب اونه ګرځی او د زقام ناروغئ په
وخت کښې د غؤړو او چټ پټی څيزونو نه ډډه کول په کار ۔ ځکه چې د خپل ځان او
چاپيريال خيال ساتل زمونږ ذمه واری جوړيږی بايد چې مونږ د خپل ځان او چاپيريال
خيال اوساتو نو ممکنه ده چې دداقسم موسمی ناروغيو نه په حفاظت کښې پاته شو ۔


