د خيبر
پښتون خوا صوبه کي د تحريک انصاف حکومت جوړيدو نه پس د صوبي اعلی وزير ښاغلی محمود خان ويلی دی چې د قبايلی
سيمو په صوبه کښې د شامليدو عمل باندې به کار تيزولے شی د کومې له پاره به چې په
راروانه کښې د پلان جورولو فيصله کيږی ۔ د وزير اعلی هاوس له خوا ويل شوی دی چې د
صوبې د کابينې د څوګند پورته کيدو نه روستو به د قبايلی سيمو د انضمام په آړه د
ټولو ګوندونو او اولس تر څنګ د ځائی مشرانو سره په ګډه يوه مشاورتی غونډه رابلل
کيږی په کوم کښې به چې د انضمام په حواله پيشنهادونه راوړاندې کوے شی او د هغې په
رڼا کښې به يوه کوټلې تګ لاره ټاکل کيږی ۔ د مطبوعاتو تر مخه د صوبې نوی وزير اعلی
محمود خان له خوا ويل کيږی چې ډير زر به د قبايلی سيمو په صوبه کښې د شاملولو عمل
باندې باقی پاتې کار په تيزئ سره سر ته اورسی د کومې نه چې به عام اولس ته ګټې په
لاس ورشی ۔ د صوبايی حکومت له خوا دا هم ويل شوی دی چې د قبايلی سيمو نه د زوړ
نظام ايف سی آر د ختمولو او يادې سيمې په خيبر پښتون خوا کښي د شاملولو کار د پی
ټی آئی ګوند مقصد وو او هم دا اوس چې په ټول هيواد کښې د ياد ګوند حکومت جوړ شو نو
دارنګ د خيبر پښتون خوا حکومت په اولنو ترجيحاتو کښي د قبايلی سيمو د انضمام عمل
شامل دے ۔
په تير
وخت کښې چې کله د قبايلی سيمو په صوبه کښې د شاملولو قانونی او ائينی پروسه سر ته
اورسيده نو په قبايلی سيمو کښې که يو خوا په ګڼ شمير کښې اولس او سياسی ګوندونو د
خوښئ څرګندونې کړې وې ولې بل خوا د يادې سيمې ځائی مشرانو تر څنګ بعضې مذهبی او يو
قام پرست سياسی ګوند د ناخوښئ اظهار کړے وو او ددې عمل پر زد ې د صوبې په پلازمينه
ښار کښې لاريونونه هم ترسره کړی وو ۔ ددوې موقف وو چې قبايلی سيمو ته دې د ځانله
صوبې درجه ورکړے شی خو د هغه وخت حکومت او د ايف سی آر د بدلون په آړه جوړې کړے
شوې کميټئ د کومې مشری چې د وزير اعظم مشير سرتاج عزيز کوله د هغوې له خوا دغه
تجويزونه رد کړے شوی وو ، ددغه کميټئ له خوا په خپور شوی رپورټ کښې دا ويل شوی وو
چې يو خو د قبايلی سيمو زياتره اولس او سياسې ګوندونه او بيا په خاصه توګه د يادې
سيمې اکثره ځوان کول غواړی چې په قبايلی سيمو کښې دې د نور هيواد په څير قانون
نافذ کړے شی او د فرنګی د زمانې زوړ نظام ايف سی آر دې ختم کړے شی ، بله دا چې د
قبايلې سيمو د جغرافيي په نظر کښې ساتلو سره دا ممکن نه دۀ چې دې سيمو ته د ځانله
صوبې درجه ورکړے شی ۔
په دې
ټول عمل کښې چې کوم " سټيک هولډرز " يعنی هغه خلق کوم چې يا خو نيغ په
نيغه او يا په څه نا څه ډؤل اغيزمن کيږی په هغو کښې يو ډله د ځايی مشرانو وه کوم
ته چې " ملکان " ويل کيږی ۔ دا هغه ډله وه کومه چې ددغه زوړ نظام ايف سی
آر د لاندې د لونګئ او خصوصی خرچو او نورو مراعاتو د لارې دوې ته ګټې تر لاسه کيدې
۔ او بيا چې کله هم د ايف سی ار د بدلون خبره راغلې دۀ يا د صوبې سره د يادو سيمو
د شاملولو خبره رامينځ ته شوې دۀ نو هم دغه ډلې د دغې عمل په سختو ټکو کښې غندنه
کړې ده او په حکومت ې فشار اچولے دے چې هم دا زوړ نظام دې په يادو سيمو کښي برقرار
پاته شی او هم دا اوس په تيرو نيزدو کښې چې کله د قبايلی سيمو د انضمام خبره
راپورته شوه نو هم يواځې دغۀ مخصوص مشرانو او ملکانو ددې نظام غندنۀ کړی وه او د
قبايلی سيمو په صوبه کښې په شاملؤلو ې احتجاجونه هم کړی وو۔
هر څو که
په ډير کم شمير کښې اولس او دوۀ سياسی ګوندونو ددې عمل غندنه اوکړه او دا عمل ې
ناروا اوبللو خو په ګڼ شمير کښې سياسی ګوندونو اود اولس دا رائے وه چې دا سيمې دې
د صوبې سره ورګډې شی او په دې سيمو کښې دې هم د نور هيواد په شان قانون نافذ کړے
شې کوم چې د قانونی لارو چارو نه روستو دا فيصله اوشوه چې قبايلی سيمې د خيبر
پښتون خوا برخې اوګرځؤل شوې او دا يوځې يو اعلان نه وو بلکې د قانون او ائينی
بدلون د لارې د صوبې برخه اوګرځول شوه ۔ خو د تيرو څو مياشتو راهسې چې کله هم دا
اعلان اوشو نو دا په داسې حال کښې وو چې د هيواد دننه ټولټاکنو کښې ډيره لږه موده
پاتې وه او ددې نه سم دستې روستو په ټول هيواد کښې د ټولټاکنو عمل شروع شو د کومې
سره چې د قبايلی سيمو د انضمام باقی پاتې عمل د ځنډ ښکار شو ۔
د قبايلی
سيمو په صوبه کښې د ورګډيدو د اعلان سره سم په يادو سيمو کښې څه ناڅه بدلون راغے
چې پکښې مهم بدلون دغه وو چې په دې تيرو ټولټاکنو کښې ټولو سياسی ګوندونو ته دا
موقع په لاس ورغله چې په قبايلی سيمو کښې د خپل ګوند جوړولو او هلته په جمهوری
توګه په ټاکنو کښې برخې اغستلو له پاره زمينه برابره شوه او يو قانونی حق ورته
حاصل شو ، ددې نه وړاندې په زوړ نظام کښې هيچا ته دا اختيار حاصل نه وو چې په
قبايلی سيمو کښې دې سياسی هلې ځلې اوکړی او يا دې خپل کانديد ته د پارتئ نښې ورکړے
شی ولې چې د فرنګی د زمانې راهسې په دغه زوړ نظام کښې دا خبره شامله وه چې د هيواد
يوه سياسی پارټی هم دا حق نه لری چې په يادو سيمو کښې سياسی هلې ځلې اوکړی ۔
د صوبې
سره د انضمام د اعلان سره سم د حکومت او عدالت له خوا دا حکم جاری کړے شوے دے چې د
قبايلی سيمو د پوليټيکل ايجنټ چوکئ د ډپټی کمشنر او د اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ عهدې
په اسسټنټ کمشنر بدلې کړے شوې او دا رنګ يو شمير هغه فنډونه چې په زوړ نظام کښې به
دغه سيمو ته ورکول کيدل هغه بند کړے شو ۔ په دغه فنډونو کښې يو فنډ د "
ويفئير فنډ " يعني د خير ښيګړې فنډ هم وو کوم به چې د خير ښيګړې په ځائے د
سرکارې افسرانو او پوليټيکل ايجنټانو په خرچو او عياشئ خرچ کيدو او د کومې له پاره
چې د احتساب څه خاص تګ لاره هم موجود نه وه هغه هم بند کړے شوے دے ۔ اګرچه ددغه
فنډ ډيره لږه حصه به د خير ښيګړې په کارونو کښې مصرف کيدۀ په کوم کښې به چې د
ګورنر ماډل سکولونو له پاره ډيره کم شمير کښې فنډ ټاکل شوے وو چې مقصد ې په سيمه
کښې معيارې تعليم ته وده ورکؤل وو چې د بنديدو سره په يادو سيمو کښې د ګورنر ماډل
سکولونه د مالی ستونزو سره مخ دی ۔ د سيمې د اولس او ځوان کول له خوا دا طمع لرل
کيږې چې د نوې حکومت د جوړيدو سره سم به د انضمام په باقې عمل هم کار تيز شی د
کومې چې نوې وزير اعلی ښاغلی محمود خان يادونه هم کړې دۀ او اولس په دې باوری دے
چې د انضمام باقی پاتې عمل سر ته رسيدو سره به دا سيمې د هيواد د نورو سيمو په شان
د ترقئ په زغل کښې مخکښې راشې چې دا رنګ د تيرې يوې پيړئ راهسې د پسماندګئ او
روستو پاتې کيدو منفی اغيزي ختمې شی او ددې عمل سره سم به د اولس په ستونزو کښې څه
نا څه کموالے مخي ته راشی کوم چې ددې اولس ائينی او قانونی حق دے ۔


