د پُښتون خوا د هنرمندانو ستونزې او د حکومت ذمه وارئ

sports mag
0


د خيبر پښتون خوا د هنرمندانو ، شاعرانو ، موسيقارانو او د فنون لطيفه سره تړون لرونکيو اتحادې له خوا تيره اوونئ په يو خبر پاڼه کښې د صوبايی حکومت او کلتوری څانګې څخه غوښتنې شوی دی چې هغوی دې د وړاندې نه اعلان شوې مرستې زر تر زره حقدارو هنرمندانو ته د ورکولو حکم اوکړی ۔ د يادې اتحاديې مشر ذولفقار قريشی اوويل چې د حکومت له خوا د ( ثقافت کے زنده آمين ) په نوم تر پنځه سوه پورې غريبو او بے وسه هنرمندانو ته د مياشتنئ مالی وظيفې اعلان شوے وو ولې د تيرو پنځوو مياشتو راهسې دغه اعزازيه تړلے شوې ده چې له آمله ې د صوبې هنرمندان د يو شمير ستونزو او تاوان سره مخ دی ۔ دوی زياته کړه چې دې لړ کښې د هايې کورټ له خوا د صوبې په کلتوری څانګه او حکومت غږ شوے وو چې دغه مالی مرستې دې زر تر زره هغوی ته ورکړی خو تر دې دمه د هايی کورټ په پريکړه هم څه عمل اونکړے شو چې له وجې ې د صوبې شاعران ، فنکاران ، مصوران ، موسيقاران او يو شمير هنرمندان د سختو ستونزو او مالی مشکلاتو سره مخ دی ۔ د فنکارانو د اتحاديې مشر له خوا حکومت ته دړکه ورکړے شوې ده که چرې په دې لړ کښې راپيښه کشاله او تاخير باندې څه غور اونکړے شو نو زر ده چې د صوبې ټول هنرمندان به په احتجاج کولو مجبور شی او د پيښور پريس کلب ، وزير اعلي هاوس او وزير اعظم هاوس مخې ته د خپلو غوښتنو حق کښې پرلت اووهی ۔

د صوبې د هنرمندانو له پاره د مالی مرستو دغه لړئ د عوامی نيشنل ګوند په حکومت کښې اعلان شوې وه چې روستو د تحريک انصاف حکومت هم دوامداره اوساتله او بيا چې د ياد ګوند په صوبه کښې په دويم ځل حکومت راغے نو هم دغه مرستو ته ې د دوام ورکولو اعلان اوکړو ، ددغه اعلان تر مخه هغه هنرمندانو ته د مياشتې په حساب تر ديرشو زرو روپو پورې غريبو او بے وسه هنرمندانو ته د مرستو فيصله شوې وه چې پکښې تر پنځه سوو پورې هنرمندانو نومونه شامل وو ، په دې موخه د بعضې هنرمندانو له خوا حکومت ته سفارښتنې وړاندې شوې وې چې دغه مياشتنئ مالی مرستې دې د ديرشو زرو په ځائے پنځلس زره مقرر کړے شی او د هنرمندانو شميره دې زياته کړے شی چې دا رنګ د پنځه سوو هنرمندانو په ځائے زرو پورې هنرمندانو ته مرستې اورسی خو دې لړ کښې په دغه سفارښتنو څه غور اونکړے شو او نه خو د بے وسه هنرمندانو شميره کښې څه اضافه اوکړے شوه ۔
د حکومت له خوا د دغه مرستو مقصد په سيمه کښي د بے وسه هنرمندانو د مالی مرستو تر څنګ کلتوری هلو ځلو کښې پرمختګ مخې ته راوړل وو ، يواځې دا نۀ بلکې د کلتوری څانګې له خوا دا هم فيصله شوې وه چې د هنرمندانو له پاره به د ( اينډومنټ فنډ) يعنې د چندې جمع کولو او په ټوله صوبه کښې د کلتوری څانګو او کمپليکسونو جوړولو فيصله هم شوې وه چې مقصد ې په صوبه کښې د تفريح او صحت منده کلتوری هلو ځلو لړ کښې پرمختګ وو خو تر دې دمه په دغه لړ کښې څه خاص د يادونې وړ ګامونه لاهم نه دې پورته شوی ۔ هم ددې تر څنګ د کلتوری څانګې ډايريکټر اجمل خان له خوا ويل شوی وو چې دوی به د اعتراف فن په نوم شاعرانو آديبانو ، فنکارانو او نورو هنرمندانو ته ايوارډونه ورکوی او هم به نغد امداد هم ورکوی او ځائے په ځائے به د فن او هنر په لړ کښې د غونډو را جوړلو تابيا کوی خو د يو څو غونډو راجوړولو نه علاوه په دغه اعلان هم هغه رنګ عمل اونشو د کومې چې په نن وخت کښې ضرورت محسوسيږی او دغه اعلانونه هم د تشو خبرو پورې محدود پاتې شو ۔ د نورو ډيرو اعلانونو او دعوو ترڅنګ يو د مالی امداد ورکولو اعلان هم وو کوم چې د تيرو پنځوو مياشتو راهسې د ځنډ ښکار دے او په تيرو نزديو کښې د فنکارانو د اتحاديي له خوا د بيا بيا غوښتنو او د هايی کورټ د حکم باوجود لا تر دې دمه د ځنډ ښکار دے ۔

دلته دا خبره د يادونې ده چې هسې خو که پښتون قام چرته خپل مينځ کښې غونډې او ناستی کوی نو من حيث القوم ټول پُښتانه په خپلو تعريفونو او د بهادرئ په قيصو نه ستړی کيږی خو په حقيقت کښې اصل صورتحال ددې په زد دے ، د بده مرغه زمونږ په پُښتنه ټولنه کښې ډير داسې عيبونه او خرابئ هم دی چې مونږ هيڅکله د هغې د اصلاح او رغونې هوډ کوشش نه دے کړے چې په هغې کښې يو خرابی دا هم ده چې زمونږ ټولنه هنر مند او فنکار ته هغه مقام او عزت نه ورکوی د کومې چې هغوی حقدار دی
   زمونږ په ټولنه کښې فنکار ، شاعر يا هنرمند د وادۀ ښادئ په موقع رابللے شی او د خپل ضرورت تفريح کار خو ترينه اغستلے شې ولې د هغې نه روستو بيا هيڅوک هم د هغه سره هغه رويه نه ساتی کومه چې د يو انسان سره ساتل لازم دی ، بلکه که دا اووايو چې فنکار يا هنر مند هوډ انسان نه ګڼل کيږی نو بده به نه وی ۔

زمونږ ټولنه د فنکار او سندرغاړو له پاره د " ډم " تورے استعمالوی او دغه تورے د بده مرغه دومره بدنام او سپک ګڼل کيږی چې اکثره پُښتانه ې د بدو ردو او کنځلو په توګه د يو بل له پاره په کار راولی ۔
که غور اوکړےشی نو په نورو هيوادونو او ټو لنو کښې هنرمند ته د قدر په سترګه کتلے شی او هغوی ته عزت ورکولے شی خو ولې پۀ پُښتنی ټولنه کښې دغه هر څه اپوټه روان دی ، مونږ د هنرمندانو کار ته هميشه سپک ګورو او د هغوی د زيار د سره قدر نه پيژنو ۔ حالانکې فنکار او هنرمند د يو ټولنې د ټولو نه مهم جُز دے او ددې حقيقت نه انکار کول ناممکن دی ۔ او که فکر اوکړے شی نو که چرې د يو ټولنې او قام نه فنون لطيفه او کلتور اووځی نو هغه ټولنه او قام نيمګړے او بے رنګه شی ، يعنی مونږ دا ويلے شو چې د يو قام يا ټولنې رنګ او خوند دهغه قام د کلتور او هنر له کبله دے او دا دواړه يو بل سره لازم او ملزوم دی ۔ د کلتوری اقدارو خوندی توب نشتوالے او د هنر د قدر کمے هغه وجې دی چې د پُښتون ټولنه ې بے رنګه او د تشدد په په زينه کښې داخل کړې ده ۔

په تيرو وختونو کښې مونږ اوليدل چې د پښتو ژبې يو شمير هغه هنرمندان او شاعران اديبان چې په يو وخت کښې زمونږ د ټولو د زړه سرونه وو او د قام سرمايه مو ګڼله خو چې کله هغوې د ژوند په آخری پوړئ اودريدل نو مونږ ترينه خپل لاسونه داسې راښکل لکه چې هغه ددې قام برخه نه وو ، او بيا مونږ دا هم اوليدل چې هغوی د ژوند په اخری ډګر بے څوکه او بے يار ومددګار د مرګ خُلې ته لاړل ، که د هغه هنرمندانو او شاعرانو نومونه زه دلته ليکل اوغواړم نو دا مضمون به ډير طوالت واخلی خو مشت نمونه د خرواره دا چې د ستر حمزه شينواری صيب زوی ستر شاعر او اديب مراد شينوارے ، اکرام الله ګران بابا ، سندر غاړے هدايت الله ، زرڅانګه ، او داسې ګڼ شمير نور نومونه چې د ناروغئ په وخت مونږ هير کړل ۔ بيا په تيره نزدې کښې  رياض تسنيم څوک چې نامتو شاعر وو کله چې هغه ناروغئ سره مخ شو نو د پښتون خوا د ټولو ادبی غونډو له خوا د هغه سره د مرستو له پاره د حکومت نه غوښتنې اوشوې خو نه خو په شخصی توګه او نه په سرکاری توګه چا د هغه مرسته اوکړه او بيا چې د پنجاب يو مالداره تن ملک رياض ته د هغه خبر اورسيدو نو هغوی د هغه د ټول علاج مفت کولو بوج په سر واغستو او هغه ې د يو وړوکې روغتون نه لوی روغتون ته يوړو خو هغه وخت اوبۀ د سر نه اوړيدلې وې او د يو معمولی ناروغئ لاامل هغه د مرګ خُلې ته لاړ ۔ دا رنګ هم دا اوس چې د زرسانګې ذکر مونږ اوکړو نو د کال دوه زره لسم په سيلابونو کښې د هغې کور د اوبو ښکار شو هغې سره هغه مرستې اونشوې د کومې چې توقع کيدله ، بيا د خيال محمد او هدايت الله، اکمل ليونی او د وږمې ژوند او ستونزې زمونږ په وړاندې دی ۔ مطلب دا چې په دې حواله د پښتون قام ډير بے غوره او بے پروا ثابت شوے دے ، دلته ماته د رياض تسنيم صيب يوه خبره راياده شوه چې هغه د ناروغئ په وخت کړې وه چې هغه ويل چې ماته يو صحافې ملګری ويلي وو چې د پښتون قام نه به څه نه غواړې ۔ زما ددې ټول بحث مطلب او مقصد د هغه په دې يو خبره کښې موجود دے خؤ ضرورت د غور او فکر دے ۔

په تير وخت کښې چې کله په سيمه کښې د تندروئ او بے امنئ ماحول وو نو زيات زيان هم فنکارانو او هنرمندانو ته رسيدلے دے ، په سوات کښې د تندروانو له خوا يو شمير سندرغاړې او هنرمندانې په نخښه شوې ، د هغوی کورونه وران کړے شو او يو شمير شاعران او هنرمندان په کډه کولو مجبور شو په پيښور کښې د موسيقئ ځايونه اوسوزول شو  ۔ ددې په نتيجه کښې که هر څو حکومت د بهرنو فنډنو په مرسته روان وو او لاهم د بهر مرستې د ترهګرئ په نوم دوام لری خو په دغه ټولو کښې د حکومت له خوا فنکارانو او هنرمندانو ته هيڅ قسم مرستې ورنکړے شوې حالانکه د نورو تر څنګ په دغه جګړه کښې د هنرمندانو او شاعرانو اديبانو قربانئ د هيچا نه نه خو کمې دې او نه پټې دی ۔
په تير وخت کښې چې کله د ايم ايم اے حکومت وو نو ړومبے کار ې دا وو چې په دا قسم کلتورې هلو ځلو بنديز اولګوی او نشتر هال اوتړی خو بيا چې کله د نيشنل ګوند حکومت راغے نو دغه هلې ځلې يو ځل بيا روانې شوې او پوره پنځه کلونه پس نشتر هال د کلتوری هلو ځلو له پاره پرانستل شو ۔ په دغه موده کښې فنکاران او هنرمندان چې د کومو ستونزو سره مخ وو دهغې اندازي هيچا ته نه کيږی سيوا د هغه فنکارانو نه په چا چې دغه سختئ او مشکلات تير شوی وو ، يو خوا د هغوی په کار بنديز وو او بل خوا نه هغوی په نخښه کيدل او د هغوی ژوند ته ستر ګواښونه رامخې ته وو ۔
دا اوس چې آمن راغلے دے او يو ځل بيا هغی ته موقع په لاس ورغلې ده او د حکومت له خوا د څه ناڅه ستونزو د هواری او د مرستو ورکولو وعدې شوی دی نو هغې کښې تاخير او لم ليټ د فکر وړ دے ۔ او هم دا وجه ده چې هغوی ې په احتجاج کولو مجبور کړی دی ۔ ددې ټولو ستونزو سره يوه مهمه ستونزه د حکومتی ادارو (پی ټی وی ) او ريډيو پاکستان له پاره صوبه کښې د فنډونو او وخت کموالے يوه داسې ستونزه ده چې فنکاران او هنرمندان ې د مشکل سره مخ کړی دی ۔ په پورته ذکر شوو هنرمندانو کښې اکثره د صدارتی ايوارډ يافته هنرمندان دی خو په داسې حال کښې چې د هغوی د کار بنديز او د رزق ګټلو ستونزې د هغوې لاره کښې هنډان دې نو هغوی په صدارتی تمغو او ايوارډونو څه اوکړی ۔ د هغوی په وينا هغوی ته مالی مشکلات رامخې ته دی او د هغې د حل لړ کښې ګامونه پورته کول پکار دی کومې چې د حکومت په ذمه وارو کښې دی نه چې ايوارډونه او تمغې ۔

حکومت له په کار دی چې دې لړ کښې عملی ګامونه پورته کړی او د هغه ټولو مرستو او اعلانونو پوره کولو لړ کښې کار اوکړی کوم چې هغوی کړی دی او دې آړخ ته پام لرنه اوکړی ۔ د ايوارډونو او تمغو په ځائے د هنرمندانو په ستونزو او کشالو غور اوکړی او د هغوی ژوند د مشکل نه بچ کړی ، د کلتور څانګه دې د هغه ټولو هنرمندانو جاج واخلې کوم چې دا وخت د ناروغئ سره مخ دی او هغوی ته دی د مفت علاج معالجې زمينه برابره کړی او هم دا رنګ دې په پی ټی وی او ريډيو پاکستان کښې د وخت او فنډونو زياتوالی ستونزو غور اوکړی او د هغوی د کار او مزدورئ مواقعې زياتې کړی ولې چې هنرمند يوځې خپل هنر کوی نه خو کرندی او بيلچې وهلے شی او نه بل کوم جسمانی مشقت د هغوی د وس کار دے ، د هغوی دا هم غوښتنې دی چې په صوبه کښي د مصورانو ، فنکارانو ، موسيقارانو ، شاعرانو اديبانو او هنرمندانو سره دې مرستې اوشی د هغوی د بچو د مفت او معياری تعليم لړ کښې دې پاليسئ جوړې کړی  د حکومت تر څنګ په شخصی توګه دې مخ وريز او شتمن وګړی دې لور ته پام لرنه اوکړی او خپلې څه ناڅه ذمه وارئ او مرستې دې اوکړی چې دا رنګ د ژوند د نورو برخو ترڅنګ د پښتون قام د کلتور او ثقافت برخه هم په پرمختګ کښې مخکښي راشی او دغه رنګونه نور هم ښکلی او شوخ شی ۔




Post a Comment

0Comments
* Please Don't Spam Here. All the Comments are Reviewed by Admin.
Post a Comment (0)

#buttons=(Accept !) #days=(20)

Our website uses cookies to enhance your experience. Learn More
Accept !
To Top