پاکستان
د نړئ په هغه هيوادونو کي دۓ کوم چي د يو شمير قدرتي او انسان پيدا کړي آفتونو او
ستونزو سره مخ دۓ چي پکي يوه د معياري خوراک څښاک د کمی ستونزه ده ۔ په پختونخواه
او قبايلي سيمو کي بيا دغه ستونزه نوره هم سيوا ده چي له ډيرو يو علت ي په سيمه کي
غربت او کړکيچن حالات ښودل کيږی ۔ د مطبوعاتو ترمخه د جنګ له آمله د قبايلي سيمو
نه تقريبا شپږ لاکه پوري حلق د خپلو سيمو نه نورو سيمو ته په کډه مجبور شوي دی چي
زياتره شميره پکي د ښځو ،ماشومانو او بوډاګانو ده چي په دغي کي د نيم نه زيات خو
واپس د آمن په راتګ سره خپلو سيمو ته واپس شوي ولي پاتي اوس هم د بي کورئ ژوند کوی
۔ هسي هم په قبايلي سيمو کي د خوراک څښاک ستونزه د تيري يوي پيړئ راهسي را پيښه ده
خو د بي کورئ په وخت د کيمپونو دننه د خوراک کمۓ او د ناقص خوراک او د ماشومانو په
صحت د ګنده ماحول آثرات لا هم نور دی ۔
قبايلي سيمه
د روستو پاتي سيمو نه يوه ده چرته چي د روزګار کمۓ ، کم پيداوار ، غربت او تندروي
داسي عوامل دي چي د ژوند د نورو آړښونو په څير ي اولس د خوراک څښاک د کمي سره مخ
کړۓ دۓ۔ په کال دوه زره څوارلس کي چي کله حکومت د تندروئ په زد په لويه کچه عمليات
پيل کړل نو ددغي سيمو د وړاندي نه کمزوري ځاندري ته نور هم نقصان اورسيدو ، سرکاري
شميري ښايئ چي تر اتيا فيصده د صحت او تعليم مرکزونه آغيزمن شوی دی دا رنګ د
قبايلي سيمو نيمه آبادی صفا د څښلو اوبو ته لاس رسائی نه لری ۔په بي کوره کډوالو
کي دوه لکهه نه زيات اوس هم خپلو سيمو ته نه دی ستانه شوی څوک چي د نورو ستونزو
سره سره د خوراک څښاک د کمي ستونزي سره مخ دی ۔
د سرکاري
شميرو تر مخه دا وخت د قبايلي سيمو تر ۷۰ فيصده اولس د خوراک د کمی ستونزي سره مخ
دی چي په ټول ملک کي د غه کچه تر ۴۰ فيصده پوري ده دا رنګ د څښلو اوبو ستونزه هم
ده چي د وچکالئ او تيري جګړي له آمله د ټولو نه زيات په اورګزو کي ۶۳ فيصده خيبر
۵۹ ،قطبی وزيرستان ۳۴ ، کرم ۳۲ ، سويلي وزيرستان کي ۲۷ فيصده د اوبو پيدا کونکيو اسانيو ته نقصان
رسيدلۓ دۓ ۔ په سيمه کي د روزګار ذريعه د کرکيلي ده چي د وچکالئ له آمله اوس دغه
زريعه هم آغيزمنه شوي ده او ډيرۓ اولس د بۓ روزګارئ سره مخ دۓ چي شميره ي ورځ په
ورځ سيوا کيږي ۔
د قبايلي
سيمو له پاره کار کونکي سرکاری اداره فاټا سيکرټريټ له خوا خپور کړۓ شوي تير کال
راپور کي ويلي شوي وو چي د قبايلي سيمو د اولس د پيسو د ګټي وټي د کچي نه د لګښت
کچه لوړه ده ، راپور زياتوی چي د ګټي وټي زياتره برخه د خوراک څښاک د شيانو په
اغستلو لګی او بيا د داسي اولس شميره هم سيوا دۓ چي د ګټي وټي د پيسو نه علاوه
اضافي پيسي خرچ کوی چي دا رنګ د خوراک څښاک ضرورت پوره شي او دغه اضافي خرچو له
پاره قرض ته آړ کيږی چي نتيجه ي نوره هم تنګ دستی او غربت راوځي۔ هم دا وجي دی چي
په سيمه کي د سړو تر څنګ ماشومان هم مزدورئ ته مجبور دی او دا رنګ دداسي ماشومانو
شميري رو په رو لوړيږی کوم چي د تعليم په ځاۓ په بازارونو کي کارونه او مشقت کوی
هم ددي تر څنګ په کورونو کي زنانه هم د سخت مشقت سره مخ وی اوهم دغه علتونه دی چي
د قبايلي سيمو د ماشومانو اوښځو بنيادی حقونو د خپو لاندي کولو ثوب ګرځی۔ د قبايلي
سيمو اکثره اولس په دي باور لری چي د غربت او روستو پاتي کيدو يواځينئ وجه زوړ
نظام دۓ چي دوی ي د هيواد د نورو برخو په پرتله روستو ساتلی دی او د نوی نظام په
راتلو خوشبين دی چي د
روزګار او د خوراک څښاک راپيښي ستونزو هواری لړ کي به څه نا
څه بدلون راشی ۔
که يو
خوا د قبايلي سيمو په کورونو او کلو بانډو کي د خوراک څښاک د کمی ستونزه ده نو بل
خوا د قبايلی سيمو په بازارونو
کي د ناقص خوراک له آمله اکثره اولس متاثره کيږی او
بيا د سختي ګرمئ په موسم کي د غه رنګ ستونزي لا س اُوچت کړی ۔ د خوراک د شيانو
مناسب سمهبالښت نشتوالۓ او د اولس د صحت په آړه کم علمي داسي عامل دی چي د سيمي د
وګړو په صحت ي بد آثرات کړی دی د صحت د پوهانو وينا ده چي داسي کم خلق دی چي د
خوراک څښاک په آړه کره علم لری يعني د خوراک د خيچنوالی باوجود هم بازارونو کي
خوراک کوی او د ګرمئ په موسم کي د ګنده اوبو نه جوړ شيان لکه آئس کريم او شربتونه
څښي لګيا دی چي پکي د ماشومانو شميره زياته خودل کيږي او بيا دارنګ د صحت د سنګينو
خطرو سره مخ کيږي او څه و پکي تيرۓ ژوند له لاسه ورکړی ۔ په سيمه کي د خوراک څښاک
څيزونو د نرخونو قابو کولو او د معيار او صفايئ کتلو له پاره په بشپړه توګه
انتظامات نشته او کوم چي دی هغه د نشت برابر دی ۔
په سيمه کي د کارکونکيو ډاکټرانو وينا ده چي د ګرمئ په موسم کي د ماشومانو
د قۓ او دست ناروغی هسي هم سيو کيږي ولي د غير معياري خوراک او څښلو شيانو په استعمال
سره په قبايلي سيمو دغه شميري نوري هم سيوا شي او دا قسم کيسونه ځايئ روغتونونو ته
زيات راځی چي خوراک څښاک ي سم نه وی۔
د قبايلي
اولسی وګړو وينا ده چي په تيرو وختونو کي کوم د ترقئ کورونه شوی دی هغه د حکومت
منظور نظر کسانو له پاره شوی دی چي د فايدي نه ي عام اولس محرومه دۓ که د څښلو
اوبو اسانئ سکيمونه دی او که دارنګ د تعليم او صحت مرکزونه دی زياتره شميره ي د
مخصوصو کسانو په کورونو او حجرو کي تعمير شوۓ دۓ او اولس اوس د خوراک څښاک او د
صحت په آړه د زړي زماني طور طريقي په کار راولی ۔ د روانی سوکړی او وچکالئ له آمله
په سيمه کي د زمکي دننه د اوبو سطح ډيره لاندي تلي ده چي ورسره د اوبو د نشتوالی
ستونزه رامخي ته ده او د هر کار او روزګار نه مهم شۓ د څښلو اوبو پيدا کيدل
ګرځيدلۓ۔ په لري پرتو سيمو کي چرته چي د ټيوب ويلونو او کوهيانو په شکل کي د ترقئ
کارونه نه دی شوی هلته اوس هم اولس د بارانی تالابونو او جوهړونو نه کار آخلي ۔
هم دا
اوس چي په دی روستيو کي د قبايلي سيمو په صوبه کي د ورګډيدو فيصله اوشوه قبايلي
اولس په دی طمع دی چي د هغوی سبا به بدل شی او دلته به د روزګار سره سره د ژوند
بنيادی آسانتياوي راپيدا شی چي دا رنګ ورسره د ځايئ اولس د خوراک څښاک ستونزي سره سره
نوري ډيري ستونزي د حل لار بيامومي نو دا به راروان وخت ثابتوی چي نوۓ نظام د
قبايلي اولس له پاره څه قسمه مثبت بدلونونه د ځان سره راوړی۔


