رواج او
دستور د پښتنی ژوند ژواک برخه ده ۔ بلکه که دا اووايو چې د پښتون قام ژوند په رواج
او دستور آډاڼه دے نو بده به نه وی او دارنګ که مونږ د پښتنو سيمو او قام روجونه
او دستور شميره کوو نو ډير وخت به اوغواړی خو دومره ده چې په دغه رواجونو کښې ډير
کم شمير کښې خراب او په ډير ګڼ شمير کښې داسي رواجونه دی چې د هغې ډيرې مثبتې
نتيجی او فايدې دی ۔ په دغه رواجونو کښې يو رواج " ناغه " هم دے ۔
ناغه د
پښتنو په اکثره بلکه په ټولو پښتنو سيمو او بيا په تيره په قبايلي سيمو کښې د
پيړيو راهسې د پښتون اولس د ژوند ژواک سره څنګ په څنګ راروان دے ۔ د ناغې روايت يا
دستور تاريخ دومره لرغونے دے څومره چې د پښتون اولس تاريخ لرغونے دے ۔
ناغه په
نورو ټکو کښې بنديز ته هم ويلے شی خو که مونږ د ناغي په حواله د يو رواج په توګه
خبره کوو نو دا هغه دستور دے
کوم چې په پښتنو سيمو کښې په عامه توګه د د ونو بوټو
او د چاپيريال خوندی ساتلو له پاره په کار راوستل کيږی ۔ ناغه دستور د پښتنو د
نورو سيموپه پرتله په غرئيزو او قبايلی سيمو کښې لا سيوا دے ۔ ددې دستور ترمخه د
کلې او يا قام په سطح اولس راجمع شی او د هغوی ترمينځه په شريکه توګه دا فيصله
اوشی چې تر دومره دومره مودې پورې به د سيمې د غرونو څخه ونې بوټی کټ کول منع وې
او هيچا ته به دا اجازت نه وی چې په غرونو کښې راپيدا شوی قدرتی ونې بوټی کټ کړی ۔
د ناغې
مقصد که يو خوا د غرونو د ونو بوټو پيداوار سيوا کؤل دی نو بل خوا د چاپيريال تحفظ
هم دے او هم دا وس نړئ په دې فکرمنده ده چې د ماحولياتی بدلون منفی آغيزې دومره
سيوا شوی که چرې ددې له پاره کوټلی ګامونه پورته نشو نو نزدې ده چې ټولې نړئ ته
ستر ګواښونه رامخې ته شی ۔
ملک
سلطان چې څوک چې د افغانستان سره په پوله د لرې پرتې قبايلی سيمې وګړے دے د ناغې
په حښله وائې چې دا يو ډير پخوانے دستور دے کوم چې هغوې ته د پلار نيکه له زمانې
څخه ورپاتې دے ، دے وايې چې ددوې په سيمه کښې ناغه ټړل په دا ډول ترسره کيږې چې د
کلي او قام ټول اولس په يو لويه حجره يا لوې جومات کښې راټول شی چې پکښې با آثره
سپين ځوانان ، بوډاګان او باثره سپين روبو ترڅنګ د سيمې لوی عالمان موجود وی ،
ددوې په مينځ کښې داسې قسم ته فيصله اوشې چې د خپلې سيمې د غرونو څخه به د سيمې يو
وګړے هم څه قسمه خشاک يا ونې بوټی نه راوړی او تر ټاکلې مودې پورې به د سيمې غرونو
کښې په ونو بوټو کټ کؤلو بنديز وی ۔ دا قسم فيصلې په باقاعده ډول په قاغذ نه ليکل
کيږی بلکه دا قسم بنديز د ټول اولس او قام په وړاندې زبانی توګه باندې ترسره کيږې
او بيا چې څوک په دغه جرګه يا غونډه کښې شامل نه وی هغوی ته هم د ځاي جوماتونو په
لاوډ سپيکرونو اعلانونه اوشی او يا د حجرو د ناستی د لارې خبر شی ،او دارنګ د هغې
روستو د هغه سيمې غرونه د مقرره وخت پورې ناغه شی ۔ملک سلطان زياتوی چې دغه مقرره
موده د يو کال نه واخله تر پنځه کلونو پورې وی يعنی د هرې سيمې د اولس خپل ځانله د
ناغي موده ټاکلو دستور وی کوم چې په شريکه جرګه او غونډه کښې ټاکل کيږی ۔
د قبايلی
سيمو د اولسی وګړو د وينا تر مخه ناغه په هغه وخت کښې ماتيږی کله چې د ونو بوټو د
خاښونو او څانګو کټ کؤلو موسم راشی ، او دا په عامه توګۀ د يخنئ په موسم کښې داسې
کيږی چې د ونو بوټو د اضافی خاښونو کټ کؤلو له پاره د ځنګلاتو پوهان لازم ګڼی ۔او
بيا د ناغې ختميدلو په وخت هم د تير په شان ټول اولس يا قام راټول شی او په دغه
جرګه يا غونډه کښې يوه نيټه اوټاکل شی چې ددغه ټاکلې شوې نيټې پورې يعنې څلور يا
پنځه ورځو پورې ناغه ختمه کړے شوه او په دغه ټاکلو نيټو کښې اولس کوؤلے شی چې د
غرونو نه د خشاک له پاره د ونو بوټو خاښونه کټ کړی کوم چې په عامه توګه د خشاک له
پاره د آخلی پخلی په وخت يا د ابادئ جوړولو له پاره په کار راوستل کيږی ۔
ملک سيف
الله چې يو بل قبايلی دے وايی چې هرکله په کلی کښې يو بے وسه او غريب وګړے کور
جوړوی او د کور د چهت له پاره ورته لرګی پکار وی خو ولې هغه دا وس نه لری چې د
بازار څخه ې په پيسو واخلی نو هغه د قام سپين روبو او باثره خلقو ته ورشی او هغوی
ته خپله مدعا وړاندې کړی او دارنګ د هغه د ضرورت مطابق هغه ته په يو خاص شميره د
يو خاص غر څخه د لرګيو له پاره د بوټو کټ کولو اجازت ورکړے شی ۔
په دا
اوس وخت کښې چې ټوله نړئ کښې د ماحولياتی بدلون بخثونه روان دی او ټوله نړئ ې په
دې فکر منده کړې ده په راروانه کښې د ماحولياتو د منفی بدلون ستر ګواښونه رامخي ته
دی نو په داسې حال کښې د ماحولياتو پوهانو وينا ده چې د ونو بوټو د کټ کولو سره او
د کمې له آمله په ماحول بدې آغيزې رامخې ته شوی دی ۔ د پوهانو وينا ده چې په منفی
بدلونونو کښې سخته ګرمی او سخته يخنی او دا رنګ اوږده وچکالی او يا د بارانونو
زياتوالے لوی چيلنجونه اوبدلونونه دی چې وجوهات ې د زمکې په مخ د ونو بوټو کښې
کموالے خودل کيږې ۔ پوهان دا هم وايي چې که د ماحول د تحفظ له پاره چټک ګامونه
پورته نه کړے شو نو په راتلونکيو نزديو کښې به په نړيوال ماحولياتی بدلون کښې
اضافه رامخې ته شی چې ورسره به د ټولې نړئ د انسانانو ژوند د خطر سره مخ شی
په داسې
حال کښې چې د ماحولياتو نړيوال پوهان د
ونو بوټو په کرونده زور اوچوی او د کټ کولو نه ې منع کولو باندې آړ دی نو ناغه يو
داسې دستور دے چې د ماحولياتو په تحفظ کښې ډير مثبت رول لری ۔
په نوې
نړئ کښې د کارخانو او مشينونو زياتوالے او ددې په نتيجه کښې رامخي ته شوے د لوګی
او ګنده هوا زياتوالے داسې عامل دی چې له آمله ې انسانان د آسانتياوو ترڅنګ د
ګواښونو او مشکلاتو او قسم قسم ناروغيو سره مخ دی ۔ پوهان وايئ چې کوم ځائے کښې
ونې بوټې سيوا وي هلته د هوا هم صفا وی او ناروغئ هم کمې وې ، په داسې حال کښې د
ناغې اهميت او ددې دستور پياوړتيا کولو ته ضرورت دے ۔ په مشاهده کښې دا خبره هم
مخې ته راغلې ده چې په کومو سيمو کښې د ناغې دستور ترسره کيږی هغه سيمو کښې ناروغئ
هم کمې دی او چاپيريال هم صفا دے ۔ضرورت ددې خبرې دے چې د ناغې دستور په حکومتی
سطح مرسته ملګرتيا اوشی او دغه دستور نور هم پياوړے شی چې دا رنګ د چاپيريال تحفظ
يقينی کولو کښې نورې مرستې مخې ته راشې کوم چې د نن نړئ ضرورت دے او د انسانانو
ژوند د ناروغيو څخه خوندی کول هم ۔