په ايبټ
آباد کښې د صحافتی کار ترسره کيدو نه پس چې مونږ د ستر ښار پيښور لور ته واپس کيدو
نو د شپي ناوخته وو ، يو ملګری اوويل چي پيښور ته رسيدو کښي به ډير وخت اولګی نو
ښه به دا وی چې صوابئ ته شپه اورسوو او بيا سبا سحر پيښور ته لاړ شو۔ که څه هم زما
اراده وه چي پيښور ته اورسيږو خو د صوابئ په اوريدو ما خپله اراده بدله کړه او فکر
مي کاوو چي بده نه ده که پوره دوه لسيزي پس د صوابئ ديدن را په نصيب شی ۔ المهم دا
چي د څو ساعتو ستړی سفر نه پس مونږ د شپي ناوخته د صوابئ په ښار کوز شو ۔ هسي خو د
پښتون خوا په هره سيمه قدرت خپلي رنګينئ او ښکلا ګاني په هر لور شيندلی خو د صوابئ
سيمي خوند او ددي سيمی د ميلمه دوسته اولس خوبياني د ستائيني وړ دی ۔ دلته زمونږ
يو نيازبين ملګرے ميا سعيد انټرچينج سره زمونږ په انتظار وو ، د جوړ تازه نپ پس
مونږ د هغوی کلی "هنډ " په لور روان وو ۔ د شپي ناوخته د په اسمان د ګړ
ګُوړ سره سخت طوفان او سيلئ او د فکر وړ خبره دا چي زمونږ د ګاډی لائيټونو هم کار
پريښود ۔ بغير د رڼا زمونږ ګاډے د هنډ په لور روان وو او د طوفان او ګړ ګُور په دي
شور زما سوچ د زرګونو کلونو په روستو تاريخ کښې ورک وو او دا سوچ مې کاوو چې دې
سيمي په تيرو وختونو کښې د مختلف قسمه تهذيبونو او قامونو شور او غوغا ليدلي او د
زرګونو کلونو تاريخ په تيرو اږدو کښې ي په خپله زرخيزه غيږه کښې حضرت انسان داسې
رانغښتلے دے چې نه خو ددې په زرخيزئ کښې څه کمے راغے او نه ي په خپلې غيږي کښې اوسيدونکيو ته د شکايت موقع
په لاس ورکړي ده ، ريښتيا دی چي وطن او خاوره مور ده او د هر انسان د خپلي خاوري
سره مينه د انسان په سرشت او فطرت کښې د ازل نه شامله راروانه ده ۔
د سحر
مونځ او بيا ناشتي نه پس مونږ دا خبره غوټه کړه چې د هنډ تاريخی کلی سيل له پاره
به ځو او ما خو اوريدلی وو چي اوس په هنډ کلی کښي د لرغونيو اثارو يو ميوزيم هم
جوړ کړے شوے دے نو ددغي ليدل هم واجب شو او بيا لږه شيبه پس مونږ سحر د هنډ کلی په
لارو کوڅو کښې د ميوزيم په لور روان وو ۔
دا د
قامی اسمبلئ د سپيکر اسد قيصر خلقه ده ۔ د نن نه دوه لسيزي وړاندي چې زه دي سيمي
ته راغلے ووم او زما په ذهن کښې کومه نقشه وه هغه په مکمله توګه بدله شوي ده ۔ اوس
په هغه دشتو او ډاګونو کښې لوی لوی پاخه عمارتونه او ځائے په ځائے کلی په کلی واړه
واړه بازارګوټی جوړ دی ، د ټانګو ځائے چنګ چی رکشو نيولے دے او کچه لاري کوڅي په
پخو سړکونو بدلي شوي دی او د اباسين په غاړه آباد دا کلی او ددي ټوله زمکه اوس د
نهرونو او اوبو لاندي ده د کومې نه چي هر کال د تماکو ، جوارو او غنمو ترڅنګ د يو
شمير سبزيانو او ميوو په مد کښې په لوی شمير کښې فايدي ترلاسه کيږی د کومي چي د
صوبي په پرمختګ کښې مهم رول دے ۔ ما دا سوچ کاوو چې ميا سعيد ګاډے اودروو او ويل ي
کوزيږئ راورسيدو او
بيا زمونږ مخي ته د هنډ ميوزيم سائن بورډ داسي ښکاريدو لکه چې
دا هم ددغه لرغونيو اثارو څخه يو وی ۔
مونږ چې
د ګاډی نه راکوز شو او د ميوزيم غټي دروازي له ورغلو نو دروازه بنده وه او په مخه
ي ورته په يو وړوکی کاغذ په
اردو ژبه کښي ليک وو چې ميوزيم د جمعي په ورځ د
سيالګرو له پاره بند وی ۔ ما چي سوچ اوکړو نو نن د جمعي ورځ وه او د ليک په لوستلو
مي زړه خفه شو ما وے چې شل کاله پس مو سلام وواچوو او هغه هم په هندو ، خو ميا
سعيد چې زمونږ په مخونو د مايوسئ اثار اوليدل نو روان شو او نزدي کلي کښې ي د عام
وګړيو نه معلومات اوکړل او چي لګه شيبه پس راغے نو دا خوشخبری ي راوړه چې د ميوزيم
د ملازم د موبايل نمبر مې راپيدا کړو او ددي اُميد څرګندونه ي اوکړه چې نمبر ميلاو
شی نو ضرور ه راشی ، د زنګ وهلو نه پس ملازم فون اوچت کړو او ميا سعيد ورته ټول
حال بيان کړو خو ملازم اوويل چې نن خو د چُهټئ ورځ ده او زه په " چهوټا لاهور
" وړوکی لاهور کښې يم خو چي د ميلمنو ي واوريدل نو وي ويل چي تاسو لږ انتظار
اوکړئ زه درځم ۔ او بيا يو ساعت پس يو نيم زالے عمر سړے په موټر سائيکل سپور زمونږ
خوا ته راغے چې د ستړی مشيو نه وړاندې ې جيب ته لاس کړو او د چابيانو يوه ګُوچه ې
راوښکله او ويل ي چي هسي خو نن زما د چُهټئ ورځ ده خو تاسو د ميډيا والا ياي او
بيا د لري ميلمانه يائي نو زه ځکه راغلم ماويل چي خفه واپس لاړ نشئ ، مونږ ددغه
ميلمه دوست کاکا شکريه ادا کړه او لږه شيبه پس مونږ د هنډ د ميوزيم په نوی جوړ
عمارت وردننه شو ۔
د هنډ ميوزيم تعمير :
د هنډ د
لرغونيو آثارود لټون او د سيالګرئ له پاره دغه پروژه په کال ۱۹۹۴ کښي منظوره شوي
وه او بيا روستو په کال ۱۹۹۶ کښي دغلته د آثارو د لټون له پاره په باقاعده ډؤل کار
شروع کړے شو ۔ د لټون په وخت د " انډين ګريک " هندو يونانی دور آثارو او
کؤدرو ترڅنګ د کوشانا محل او د هندو شاهی عمارتونو موندلو سره سره د اسلامی دور
ناياب او لرغونی آثار اوموندل شو کوم چې د تاريخ يوه نه هيريدونکي او نايابه پنګه
ده ۔ ددغه لرغوني پنګي سنبهالښت له پاره په کال ۲۰۰۲ کښې په ۳۳ کناله مشتمل يو
ميوزيم جوړؤلو له پاره زمکه خوښه کړے شوه کومه چې بالکل د " انډس رايور
" آباسين په غاړه لويديز آړخ ته پرته ده ۔ د هنډ ميوزيم بانی نامتو
ارکيالوجسټ ډاکټر احسان علی وو او ددې د بنياد ړومبئ تيګه د خدائے بخښلی ډاکټراحمد
حسن دانی او د هغه وخت د صوبائی کلتور سيکرټری آرشد سمي خان په لاسونو کيښودے شوه
۔
د هنډ دا
سيمه په تاريخ کښې يو ځانګړے مقام لری او دي خاوري د تاريخ بي شميره طوفانونه او سيلابونه ليدلي دی ۔ د
ګندهارا
تهذيب نه پس د هندو شاهي دور دے او که اسلامی فاتح دی په دي خاوره ي جوند کړے دے
او دا رنګ دې خاوري په خپله غيږه د نړئ ستر قهرمانان او شخصياتو ته ځائے ورکړے دے
۔ تاريخ ليکلی چي په ۳۲۷ ق م کښې د نړئ د تاريخ ستر فاتح سکند آعظم هم د هنډ په
کلی کښې شپه کړي وه کله چې هغه د دي سيمي د فتح کؤلو په غرض راوتلے وو ۔ ددي نه
علاوه د چين يو نامتو تاريخ دان ، مذهبي سکالر او سيالګر " هيون ټی سانګ
" هم په کال ۶۴۴ ق م کښې دي سيمي ته راغلے وو ۔ د هندو شاهی دور کښې د پيښور
او چارسدي نه پس د هنډ سيمه دريمه دارلخلافه يعی سر ښار ګڼل کيده ۔ دغه حکومت د
کابل ، پنجاب او سوات پوري غزيدلے وو ۔
د هنډ
کلی د نوم په حواله تاريخ ليکونکيو مختلفي رائے وړاندي کړی دی ۔ د چين نامتو مؤرخ
هيون ټی سانګ په خپل کتاب کښې د هنډ نوم " وا ټو کيا هان چا " ليکلے دے
دا رنګ بعضي اسلامی مؤرخينو د " وائی هانډ " په نوم ياد کړے دے چي د
وايی هند نه راوتلے دے ۔خو ولي د " هسټری آف کشمير " يعنی د کشمير تاريخ
کتاب کښې راجا ترنګي دي ته " هنډ " ويلے او ليکلے دے دغه کتاب په دولسه
پيړئ کښې ليکل شوے دے کوم چې اريل سټين نومي فرنګی مؤرخ انګريزئ ژبي ته ژباړلے دے
او په هغي کښې ددغه توری صحيح او پوره تلفظ " اوډاکابا هنډ " خودلے دے
کوم چي د لرغوني هندئ يعنی سنسکرت ژبي تورے دے چې معنا ي د اوبو لوخے دے خو ولي زياتره تاريخ دان دې سره اتفاق نۀ لری
او د حقيقت نه ي لري ښائی ۔ اکثره مؤرخين چې په يو خُلۀ دی وائی چي دا تورے د هندئ
او فارسئ او پُښتو شريک توری " اُډابا هنډا پور " نه راوتلے دے چې ورته
په پښتو کښې " بر کلے " ويل کيږی او شايد چي هم دغه درست هم وی خو بيا
زياتره مؤرخين د وائی هنډ نوم سره هم اتفاق کوی او زياتوی چي دا کلے په تير تاريخ
کښې د ميوو او اوبو او غلي داني له پاره مشهور وو چرته چې ښکلی ابشارونه او
سيندونه او د بادامو او ميوو باغونه وو د کوم ځائے اوبه چې خوږي وي او چرته چې به
سوداګر او مالداره خلقو ژوند کاوو او د چا کورونه چې د کاڼو او لرګيو څخه جوړ وو
نو دغې ته به ي وائی هنډ ويل ۔
د هنډ په
حواله دا هم ويل کيږی چې کله راجا بهيما په خپلو دښمنانو بريا ترلاسه کړو او په
نتيجه کښې ي د هنډ سيمه لاسو ته راغله نو هغه دلته سکونت اختيار کړو د " راجا
ترانګينو " مصنف ليکلی چې دا د کال ۸۲۲ ق م وخت وو او د هندو شاهی دغه حکومت
د پنجاب او کابل پوري وو او ددوی حکومت ډير اوږد وو چې پکښې مختلف بادشاهان تير
شوی دی چا چي په دي ټوله خطه حکومت کړے دے ۔ اسلامی تاريخ ليکونکے البيرونی دغه
نومونه په دا ډؤل يادوی چي پکښي سمانتا ديو ( ۸۷۰ – ۸۵۰ ق م ) خوداراياکا (۸۸۰-۸۷۰
ق م) لاليا ( ۹۰۲-۸۸۰ ق م) تورامانا ( ۹۲۱-۹۰۲ ق م) بټما ديو ( ۹۶۴-۹۲۱ ق م ) جے
پالا ديو (۱۰۰۲-۹۶۴ ق م ) انندا پالا ( ۱۰۱۰-۱۰۰۲ ق م ) تری کانا پالا ( ۱۰۲۱-۱۰۱۰
ق م ) بيما پالا ( ۱۰۲۶-۱۰۲۱ ق م ) ۔ خو بعضي مؤرخينو په دغه تاريخونو هم نيؤکي
کړی دی او دا ي غلط ياد کړی دی ۔
د ګندهارا تاريخ :
د پيښور
لرغونے نوم ګندهارا دے چي پکښې د سوات ، دير موجوده قبايلی سيمو ترڅنګ صوابئ ،
مردان او چارسده وغيره سيمي شاملي وي ۔د ګندهارا ذکر په ړومبی ځل د دويمي پيړئ ق م
کښې د آرياوو مقدس کتاب "رګ ويد" کښې راغلے دے ۔د يونانی او فارسی تاريخ
نه معلوميږی چي دا د موجوده پاکستان شمالی لويديز حصه وه ، کومه چې د ۵۲۸-تر ۵۸۸ ق
م پوري د اخمينی سلطنت په دور کښې د " سايرس " او " ډائرس " په
وخت کښې لاس ته راغلي وه ۔ ددي نه وړاندي په ۳۲۶- تر ۳۲۷ ق م کښې دا د ايران سلطنت
اووم آيالت وو چې روستو سکندر آعظم د خپلي ولقي لاندي کړو ۔ ايرانی سلطنت په دي
سيمو تر شلو کلونو پوري پاتي شوے او آخر چې د موريا خاندان بانی " چندر ګهپت
" اريا ( هرات ) اراکوسيا ( قندهار ) ګدروسيا ( بلوچستان ) او کابل په خپله
ولقه کښې شامل کړل ۔ بيا روستو د هغه نمسی اشوکا بده مت مذهب خپل کړو او د بده مت
مذهب خؤرولو له پاره ي د پاټلي پُترا نه د نړئ مختلفو سيمو ته هئيتونه واستؤل ۔او
دا رنګ ې د مدائينتکا نومي يو راهب د بده مت مذهب خورولو په غرض ګندهارا ته
اوليږدؤلو دغه کال مؤرخينو ۲۶۵ ق م ښودلے دے او ددغه راهب فرمانونه او اقوال د
مردان په شهباز ګړه نومي کلی کښې تر لاسه شويو کتبو درج دی او ددغي کال نه روستو د
آشوکا سلطنت زوال شروع شو او چې کله د سلطنت تقسيم شروع شو نو ړومبے ګنهارا خپلواکی
تر لاسه کړه چې وجه ي يوه دا ښودلے شی چې دا سيمه د پاټلی پُترا نه ډيره لري پرته
وه خو بيا ډير زر د باختر ( موجوده افغانستان ) ايرنيانو په دي سيمه حمله اوکړه ۔
دا خلق باختری يا هندو ګريک بللے شی څوک چې د سکندر اعظم سره راغلی وو او په باختر
کښې ي حکومت جوړ کړے وو کوم چې د تاريخی سکو( د هغه وخت کرنسی) او کودرو نه وضحه
کيږی ۔ ددغه باختريانو حکومت کښې د سکه ( کرنسئ ) نه د ۳۹ باسشاهانو او دري ملکو (
ښځينه بادشاهيانو) پته لګيدلي ده ۔ چاچې تر دوه سوو کلونو پوري په دې خاوره حکومت
کړے دے چې پکښې مشهور بادشاه منيندارا وو چې په ګڼ شمير کښې ي د سرو او سپينو زرو
سکي (کرنسی ) رايج کري وه ۔ تاريخ ليکی چي ددغه سلطنت خاتمه " سيتهين "
اوکړه څوک چې جنګجو قبايل وو او د ګلګت له لاري دې سيمي ته راننه وتل او په
ګندهارا ي قبضه اوکړه ۔ ددې قبيلي مشهور بادشاه " ماويس" څوک چي په ړومبئ پيړئ ق م کښې تير شوے دے او د
چا په حواله چې په تاريخ دا مشهوره ده چي
ده په ړومبی ځل په فن تعمير کښې نوی نوی طرزونه او اسلوب متعارف کړل خو روستو په
دوی پارتهيانو حمله اوکړه او ددوی سلطنت ي ختم کړو او په ګندهارا قابض شو ۔د دوی
قبيلي مشهور بادشاه " ګندو فيرس " وو د چا چې د ۱۰۳ ق م لرغونی تاريخی
کتبي په مرادان او تخت بهای کښې راوتلی دی ۔ ددوی نه پس ته په ګندهارا د چين د
شمال سويلی آړخ د قبيلو حملي اوشوي د کوشانيانو تاريخ او د حکومت دور د ړومبئ پيړئ
نه شروع کيږی ددي قبيلي مشهور بادشاه "کنشک " وو چاچي د ګندهارا پيښور
سيمه خپل پايه تخت جوړ کړو ۔دده د حکومت لمنه ډيره فراخه وه چې د بنګال ، موجوده
افغانستان او هند تر څنګ موجوده پاکستان وو او د کوشان په دور حکومت کښې ګندهارا
پرمخ لاړه او پرمختګ ي بياموند ، کنشک بادشاه په ړومبئ پيړئ کښې په کال ۷۸ کښې په
تخت ناست وو او يوويشت کلونو پوري حکومت ي اوکړو ددوی د حکومت اخری بادشاه واسو
ديو وو ۔ روستو په پنځمه پيړئ د عيسوئ کښې د مينځنئ اسيا جنګيالی قام (وائټ هنس )
سفيد هن په دي سيمه حملي اوکړي او د کوشانو حکومت ي ړنګ کړو ، د يادي قبيلي مشهور
بادشاه تورامان وو چاچي په دي سيمه د قبضي نه روستو د بدها او بدمت آثار ړنګ کړل
او دا سيمه ي په خپله ولقه کښي واغسته او بيا ددغي روستو د هندو شاهي سلطنت راغے
چاچي د هنډ سيمه په خپله ولقه کښي واغستله ، د هندو شاهي روستو په لسمه پيړئ د
عيسوی کښي محمود غزنوی په دي سيمه حملي اوکړي او په يوه مشوره جګړه کښي ي د هنډ
سيمه ددغه ولقي نه خلاصه کړه او دغلته ي د اسلامي فوځ بيرغ پورته کړو کوم ته چي
اسلامی دور ويل کيږی او کوم چې د محمود غزنوی نه شروع کيږی ۔ د سلطان محمود غزنوی
په حکومت کښې د لاندينو سيمو دارلخلافه صوابئ وه او هنډ ته پکښي ځانګړے مقام حاصل
وو ۔
هر کله
چي د سکهانو قبضه راغله او بيا روستو د مغلو حکومت قائم شو نو هم هنډ د يو دفاعي
او قلعه په حيث پيژندل شو او بيا چي کله د انګريز حکومت راغے او روستو تاريخ کښې د
سيد احمد شهيد مبارزه ياديږی هم هنډ د يو دفاع او د مهم مقام په توګه ياد شوے دے ۔
خو دا اوس چې د وخت بدلون سره او د پاکستان جوړيدو روستو د هنډ سيمه او دا اولس او
ددي سيمي د اولس ستونزي د هيچا په نظر کښي نه دي خو دا اوس چې په تير حکومت کښې
ددي سيمي نه په حکومت کښې د صوبائی اسمبلئ غړی راغلل او هم دا اوس ددي سيمي غړے
اسد قيصر د قامی اسمبلئ سپيکر اوټاکل شو نو ددي اولس څه ناڅه ستونزي پواري شوي او
د باقی ستونزو د هوری اُميدونه دی ۔ ګنی نو په تيرو وختونو کښې دا کلے د وخت په
ګردونو کښې داسي پټ وو لکه څنګه چې دې تاريخی کلی په خپله غيږ کښې د زرګونو کلونو
لرغونے تاريخ په دوړو او ګردونو کښې خوندی ساتلے دے ۔
کوم
لوستونکی چي د تاريخ شوق لری او د لرغونيو آثارو مينه وال دی که وخت اولری نو ضرور
د هنډ د ميوزيم سيل ته بايد لاړ شی کوم چې يو ځلانده او تاريخی آثارو څخه ډک پروت
دے او چرته چې د لرغونی آثارو نه علاوه د فطرت ښکلا ګاني او رنګينئ کتونکيو ته
دعوت ورکوی او روح او زړه ته د ښکلا بخښلو له پاره کافی دی ۔



د ګندهارا تهذيب سرښار پشکلاوتى په اړه تفصيلى معلوماتو ته اړتيا لرم که دغه راته تر لاسه شى منندويه به يم
ReplyDelete